د ولسي جرگې ځينې غړي يو ځل بيا د کندزد سقوط په هکله انديښمند دي او د مارجې ولسوالۍ پر ناامنيو نيوکه کوي

د ولسي جرگې ځينې غړي يو ځل بيا د کندزد سقوط په هکله انديښمند دي او د مارجې ولسوالۍ پر ناامنيو نيوکه کوي

ځینې استازو ويلي د کويټې شورا ۵۰ سلنه طالب چارواکي دي ولسوالي ته راغلي. له دې سره يو شمير نورو استازو بيا د ملي دفاع، کورنيو چارو او ملي امنيت د رياست پر لوړ پوريو چارواکيو د کمزورې مشری تور پورې او د گوښه کيدو غوښتنه يې کړې ده

د ولسې جرګې غړیو د هیواد پر دفاعي او امنیتي بنسټونو ته د نیوکې ترڅنګ ویلي، د هیواد په یو شمیر ولسوالیو کې داعش د روزنیزو مرکزونو د رامنځ ته کیدو په حال کې دي خو دا نده مالومه چې امنیتي ځواکونه له چا سره په  جګړه بوخت دي.

د استازو په وینا، اوس مهال پنځوس سلنه د کویټې شورا غړي هلمند ولایت ته راغلي او کندز هم د بیا سقوط له ګواښ سره مخ دی. استازو ویلي کیدایي شي په دې مسلو کې د امنیتي چارواکیو لاس هم وي.

د استازو په وینا، د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت مسولین د مشرۍ وړتیا نلري او باید له دندو ګوښه کړل شي. یو شمیر نورو استازو، د ملي یوالي حکومت په هیواد کې د ناامنیو په برخه کې پر ناغړیو تورن کړ وویل، دا مشران د واک په ویش بوخت دي  او امنیت ته هیڅ ډول پاملرنه نلري.

مخکې له دې په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند هم ویلي وو چې د ملي دفاع وزارت پّ مشری کې کمزورتیا شتون لري. له دې سره د ملي دفاع وزارت یوه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې یوې نړیوالې رسنۍ ته په ملي دفاع وزارت کې د کمزورتیا مالومات ورکړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *