له ايران سره د اټومي پلان د هوکړې گډ کميسيون پر ايران د بنديزونو غځولو په تړاو په اتريش کي ناسته تر سره کوي

له ايران سره د اټومي پلان د هوکړې گډ کميسيون  پر ايران د بنديزونو غځولو په تړاو په اتريش کي ناسته تر سره کوي.

د اروپايي ټولنې مشرې فدريکا موگريني له دې غونډې چي پر ايران د امريکا له لوري بنديزونه غخولو په تراو ده   له پيليدو خبر ورکړی دی

د اروپایي ټولنې له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، په دې ناسته کې به د اټومي پلان د هوکوړې پلې کیدو څرنګوالی او ایران دبهرنیو چارو وزیر له لوري د یادونې ټکي وڅیړل شي.

ګډ کمیسیون ددې هوکړې پر پلې کیدو یو ډول څارنه لري او په دې کمیسیون کې د پنځه جمع یو او ایران استازي شتون لري.

د ګډ کمیسیون بله ناسته به د جنوری په لسمه نیټه تر سره شي. د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د دسمبر په دوهمه نیټه، له هغه لږ وروسته چې د امریکا کنګرې پر ایران بندیزونه د لسو نورو کلونو لپاره وغځول، په رسمي توګه یې د ګډ کمیسیون څخه د ناستې تر سره کولو غوښتنه  وکړه.

پر ایران د بندیزونو قانون  چې په نولس سوه شپږ نویم کال کې تصویب شول،  د  ایران د تیلو او غازو په برخه کې یې د شلو میلیونو ډالرو ډیره پانګونه منع کړې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کنګرې له لوري پر ایران د بندیزونو د پریکړې له لاسلیک څخه ډډه وکړه خو ویتو یې هم نکړه خو وروسته بیا دده د نه لاسلیک سره په قانون واوښته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *