د امنيت شورا په هکله په اسرايلو او فلسطين کي غبرگونونه توپير لري

د امنيت شورا په هکله په اسرايلو او فلسطين کي غبرگونونه توپير لري

په داسي حال کې چي د اسرايلو لومړي وزير له ملگرو ملتونو سره خپلو اړيکو ته د بيا کتني خبر ورکړی خو فلسطينيان له دې پريکړې خوښ او پر پلي کيدو يي ټينگار کوي

د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د امنیت شوار ددې پریکړې په غبرګون چې ویلي یې دي، د فلسطین سره نیول شویو سیمو کې د ښارګوټو رغاونه غیر قانوني ده، ویلي: هیواد به یې له دې نړیوال بنسټ سره اړیکو ته بیا کتنه وکړي. خو فلسطینیان له دې سره چې ددې پریکړې په هکله یې خوښي څرګنده کړې پر پلي کیدو یې ټینګار کوي. له دې سره یهودي ښارګوټ میشتې ددې پریکړې لاسلیک د اسرایلو د بهرني سیاست کمزورتیا بولي.

ايلکانا موردي شاي- “زه فکر کوم چې دا پریکړه زمونږ د حکومت د بهرني سیاست د ماتې پایله ده خو زه هیله مند یم چې ددې پایلې زیان څومره چې کیدای شي لږ وي.”

سالم سامح- “زه هیله مند یم چې د امنیت شورا ددې پریکړې پلي کیدو په برخه کې ګامونه پورته کړي او دا له نورو پریکړه لیکونو سره یوځای نکړي په دې مانا  چې هیڅکله به پلې نشي.”

دا غبرګونونه وروسته له هغه ده چې د  ملګرو ملتونو امنیت شورا، له دې سره چې د فلسطین په نیول شویو سیمو کې یې د ښارګوټو رغاونه غیر قانوني ښودلې، دډې ښارګوټو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. امریکا چې تل د اسرایلو په پلویتوب دا دول پریکړې ویتو کولې د جمعې په ورځ یې دې پریکړې ته ممتنع رایه ورکړه او د امنیت شورا نورو څوارلسو غړیو دا پریکړه لیک تصویب کړ.

د اسرایلو لومړي وزیر په لومړیو کې دا تصویب د شرم وړ ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت ته یې تر یوې میاشتې له ملګرو ملتونو سره پر اړیکو د بیا کتنې حکم کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *