د عراق په موصل کي د امريکايي سرتيريو د ملاتړ کچه لوريږي

د عراق په موصل کي د امريکايي سرتيريو د ملاتړ کچه لوريږي

د امريکا يي ځواکونو له دېڅرگندونو سره، د جمعي په ورځ يوه وسله وال کس د مسيحيانو د  الکولي څښاک په بازار کي لاس په دزو پورې کری او درې کسان يي وژلي دي

په عراق کي د امريکايي سرتیرو قومندان ویلي، د موصل د عملیاتو چټکتیا په موخه له عراقي سرتیرو د خپل ملاتړ کچه لوړوي. دا په داسې حال کې ده چې د موصل عملیات په پڅتیا سره پر مخ روان دي.

رابرت جي سيلويا-“مونږ له عراقي سرتیرو سره د همکارۍ په حال کې یو. په  تیرو کې هم مونږ د ملاتړ دنده درلوده خو له دې وروسته به له عراقي سرتیرو تر ډیره ملاتړ وشي. له دې وروسته به هغه ګامونه پورته کړل شي کوم چې مخکې له دې نه وو پورته شوي چې په دې سره به عراقي سرتیري ځواکمن شي.”

اوس مهلا په عراق کې پنځه زړه امریکایي سرتیري شتون لري چې له داعش سره د مبارزې په کړۍ کې دې هیواد ته تللي دي.

د عراق موصل عملیات چې اولس اونۍ مخکې پیل شوي وو تر اوسه دوام لري. په دې عملیاتو کې د عراق ولسي ځواک او کرد مخکین مرګو هم ګډون کړی چې د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف په ملتیا پر مخ روان دي.

په ورته حال کې یوه وسله وال کس د جمعې په ورځ د مسیحیانو په سیمه کې د  الکولي څښاک په بازار کې لاس په ډزو پورې کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *