د روسيې دفاع وزارت ددې هيواد د يوې پوځي الوتکې د نسکوريدو پخلی کړی

د روسيې دفاع وزارت ددې هيواد د يوې پوځي الوتکې د نسکوريدو پخلی کړی

دا الوتکه د سوچي له مرکز څخه الوتلي او په تور سمندر کي نسکوره شوي ده. مخکې له دي ويل شوي وو چي دا الوتکه له الوتني وروسته له رادارو ورکه شوي

دې الوتکې غوښتل يو شمير سرتيري د سوريي لاذقيه سيمي ته وروسوي

د روسیې دفاع وزارت ویلي، دوی ددې یوسل څلور پنځوس توپولوف الوتکې ټوټې د سمندر په پنځوس او درې شپیته متره لاندې اوبو کې تر لاسه کړې. روسي مسولینو غوښتل په دې الوتکه کې یو شمیر روسي سرتیري د سوریې لاذقیه سیمې ته ولیږدوي. له دې سره ویل شوي چې د الوتکې د سپرلیو څخه د څلورو کسانو مړي تر لاسه شوي دي.

ايگور کوناشنکوف- “ددې الوتکې د نسکوریدو په تړاو څیړنې روانې دي تراوسه د الوتکې د سپرلیو د ژغورل کیدو هیڅ ډول نښه نده لیدل شوې. څلور مړي تر لاسه شوي او سیمې ته شپږ کشفي بیړۍ استول شوې دي. ددې الوتکې یو شمیر ټوټي د سمندر په تل کې تر لاسه شوې.”

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، دې الوتکې درې نوي سپرلۍ درلودې چې له دوی څخه پنځه شپیته یې د الکساندروف موسیقی پیژندل شوي غړي وو او ټاکل شوې وه په نوي کال کې په سوریه کې یې د روسي سرتیرو لپاره ننداره په لاره اچولې وی.

نهه خبریالان اته سرتیري دوه دولتي کارکونکي او اته تنه د  الوتکې کارکونکي هم په دې پیښه کې له منځه تللي  دي. لومړی الوتکه د سوند توکیو د تر لاسه کولو په موخه سوچي کې ناسته درلوده او په دې سیمه کې د هوا حالات هم ښه وو. د کرملین ماڼۍ یوه ویاند ویلي، ولادیمیر پوتین ددې الوتکې د نسکوریدو څرنګوالی څیړي. دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې روسیې ته د سوریې له لاذقیه هوایي ډګر ځخه د نامحدوده کارولو اجازه ورکړل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *