د يوه ميانماري مسلمان بي تنې سر چي له خبريال سره يي خبرې کړې وي پيدا شوي

د يوه  ميانماري مسلمان بي تنې سر چي له خبريال سره يي خبرې کړې وي پيدا شوي دی

دا کس له  هغه وروسته چي په ميانمار کي يي د مسلمانانو د بد حالت په هکله له يوه خبريال سره خبري کړې وې وژل شوی دی

ددې یوڅلویښت کلن کس مړی د سیند ترڅنګ موندل شوی او کورنۍ یې د چهار شنبې په وروځ دده په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه، خو پولیسو ویلي اوس مهال دوی د پلټنو په حال کې دي.

له کله چې دوه میاشتې وړاندې پر امنیتي پوستو برید شوی په دې  سیمه کې د مسلمانانو حالت له ناخوالو سره مخ دی.

د ریپوټونو له مخې، ددې کس مړی  چې تر لاسه شوی، په بیساري توګه یې له خبریال سره مرکه کړې وه او ده ته یې په دې سیمه کې د دولتي سرتیرو له لوري د مسلمانانو د ځپلو په هکله مالومات ورکړي وو ویلي یې وو، چې د سیمې نورو کلیوالو هم په دې ناخوالو کې لاس درلود.

په دې وروستیو کې د میانماري سرتیرو له لوري د  تر سره شوی عملیاتو له امله په لسګونه کسان وژل شوي او په زرګونه مسلمانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په میانمار کې نږدې یو میلیونه مسلمان ژوند کوي خو دوی د هیوادوالی له امتیاز څخه بې برخې دي.

دبښنې نړیوال سازمان د میانمار دولتي سرتیري پرلږکیو په تیري، وژنې او ځورونې تورن کړي دي.

خو د میانمار سرتیري دا جنایت ردوي وایي په راخین ولایت کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه بوخت دي.

د  اکتوبر میاشتې په نهمه نیټه یو شمیر وسله والو پر پوله ایزو امنیتي پوستو برید کړی او نهه کسان یې وژلي وو. له دې وروسته دا سیمه چې د بنګله دیش هیواد سره نږدې پرته ده پوځیانو ته وسپارل شوه. میانماري بودایان مسلمانان له بنګله دیش  څخه راغلي کډوال بولي خو له دې سره چې دوی له نسلونو راهیسې په سیمه کې ژوند کوي د هیواوالۍ له حق څخه بې برخې ساتل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *