د روسيې په سفير ډز کوونکے د اردوغان محافظ ؤ
د ترلاسه شويواطلاعاتو له مخې د روسيې په سفير ډزې کوونکے له دې مخکې د اردوغان د حفاظتي ټيم غړے ؤ.
د دغو اطلاعاتو له مخې دغه قاتل په څو بهرنيو سفرونو کښې هم له اردوغان سره ملګرتيا کړې ده خو له کودتا وروسته له کاره وېستے شوےدے.
هغه وسله چې ډزې کوونکي استعمال کړې وه هم د ترکيې د پوليسو وسله ده چې تر اوسه نه ده معلومه شوې چې د هغۀ لاسو ته څنګه راغلې وه؟