امريكا له طالبانو سره د خبرو وړانديز رد كړ

امريكا له طالبانو سره د خبرو وړانديز رد كړ

د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكو څرګنده كړه چې د طالب چارواكو سره د مخامخ خبرو وړانديز چې پخوا شوى وو ردوو. د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياند څرګنده كړه چې امريكا به د افغان حكومت په مشرۍ د خبرو اترو له بهيره ملاتړ ته دوام وركړي. ددې وزارت وياند جان كربي د خبري غونډې پر مهال وويل: موږ تل د افغان حكومت په مشرۍ د خبرو اترو له بهيره ملاتړ كړى دي. اوس هم باور لرو چې دا پر ځاى پرېكړه ده. همداراز ولسمشر غني هم له دې دريځه ملاتړ كوي. پخوا طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړې وه چې د امريكا متحده ايالتونه دې په مخامخ ډول له دوى سره خبرې وكړي. طالبانو پدې اعلاميه كې له جګړې نه د لاس اخيستلو لپاره شرطونه ايښي وو چې يو يې هم د امريكا سره مخامخ خبرې وې. د طالبانو بل شرط بيا د قطر د دفتر په رسميت پيژندل او د ملګرو ملتونو له تور لسته د دوى د غړو د نومونو لرې كول دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *