قطر په مصر کښې د دهشتګردو ډلو ملاتړ کوي
له سيمې د وراخوا رای اليوم ورځپاڼې د نقل له مخې د مصر په پارلېمان کښې د افريقې د چارو د کمېشن نمائنده هشام مجدي اېتوپيا ته د قطر د بهرنيو چارو د وزير محمد بن عبدالرحمان د سفر په رد عمل کښې وويل، دوحې په سيمه کښې د مصر او د هغۀ د ګټو په خلاف غليمانه موقف اختيار کړے دے.
دغه مصري چارواکي وويل: قطر په مصر کښې له دهشتګردو ډلو ملاتړ کوي.
هغه همدارنګ زياته کړه: قاهره آفريقې ته راستنيږي. مونږ د تاو تريخوالي د پېدا کولو اراده نه لروو. آفريقې ته د مصر ګروهنه د ملګرتيا د عملي کولو او د ګډو تبادلاتو په لړ کښې ده او هدف يې د نيل د سيند د سيمې د ټولو هېوادونو د ګټو پوره کېدل دي.
د افريقې د کمېشن مشر زياته کړه: مونږ ټول د مصر په مشرۍ د اېتوپيا د سد النهضه په سر د خبرو اترو په لړ کښې اعتماد لروو.
هغۀ په دوام کښې وويل، مصري چارواکي د نيل د سيند د غاړې د هېوادونو د ترقۍ له حق سره د مصر د اوبو د حريم له خلاف ورزۍ نه بغېر او د هغو د زياتولو لپاره په کوشش باندې د نظر اتفاق لري.
د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان په دې وروستيو کښې اېتوپيا ته سفر وکړ. دا د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو له ختمېدو نه څلور کاله وروسته چې له ۲۰۱۲ کاله نه شروع شوي وو آديس آبابا ته د هغۀ وړومنے سفردے.