د ولسي جرګې غړي معلم میر ولي په کور د وسله والو په برید کې ۵ کسان وژل شوي دي

د ولسي جرګې غړي معلم میر ولي په کور د وسله والو په برید کې ۵ کسان وژل شوي دي

ویل کیږي چې په وژل شویو کسانو کې دعبیدالله بارکزي زوی د وکیل میرولي دوه لمسیان او ځینې نور کسان شتون لري.

د ریپوټونو له مخې لومړي یوه بریګر پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته د میلمستون په وره کې چاودنه ورکړې او نورو وسله والو ته یې میلمستون ته د ننوتلو لاره پرانیستلې ده چې تر اوسه هم د امنیتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

عیني شاهدانو ویلي، چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمیره له دې هم لوړه شي. په دې نښته کې تر اوسه دوه ځانمرګي بریدونه تر سره شوې دي

په دې هکله نور مالومات به په راتلونکو خبرونو کې درته وړاندې شي.

وسله والو طالبانو ددې برید پړه منلې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *