ولسي جرگي د راتلونکي مالي کال بوديجه په غوځ اکثريت سره رد کړه

ولسي جرگي د راتلونکي مالي کال بوديجه په غوځ اکثريت سره رد کړه

استازو ويلي په بوديجه کي نه انډول دقانون پر خلاف دي او ډيریو ولايتونو ته بوديجه په پام کي نده نيول شوې. له دې سره استازو ويلي د رولاغني درويشت ميليونه افغاني کلنۍ بوديجه او ددوی سلاکارانو ته ۹۰ ميليونه افغانۍ هم غير قانوني ده

د حکومت له لوري ولسي جرګې ته د مالي راتلونکې کال بودیجه،  چې په ټولیزه توګه څلور سوه شپږ شپیته اعشاریه یو میلیارده افغانۍ  ده، د نه  انډول له مخې رد شوه.

له دې سره د ولسي جرګې غړیو د هیواد لومړۍ میرمنې درویشت میلیونه افغانیو لګښت او نوي میلیونه افغانۍ د سلاکارانو معاش هم غیر قانوني ښودلی دی.

په ولسي جرګه کې د را روان مالي کال د بودیجې د رد ترڅنګ، د ترانسپورت او هوایي چلند، ښاري پراختیا، اوبو او برښنا وزارت خونو د روان مالي کال د بودیجې د لګښت او د راتلونکې کال پلانونه دې جګړې ته وړاندې کړي دي.

د اوبو او برښنا وزیر علي  احمد عثماني ویلي، د راتلونکي کال لومړیتوبونه د برښنا د تولید ډیرښت او له ګاونډیو هیوادونو څخه د برښنا له اړخه د ځان بساینه ده ده ویلي دا ملي لویه پروژه پنخه کاله وخت نیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *