بريتانيا په يمن کي د سعودي عربستان له لوري د خوشه يي بمونو د کاروني پخلی کړی

بريتانيا په يمن کي د سعودي عربستان له لوري د خوشه يي بمونو د کاروني پخلی کړی دی

د بريتانيا کارگر گوند په دې هکله انديښنه څرگنده کړې او دا يي د نړيوالو قوانينو پر خلاف پورته شوی گام ښودلی دی

د بریتانیا د دفاع وزیر منلې، چې د سعودي عربستان پوځ، په یمن کې له حوثیانو د جګړې پر مهال له خوشه یي بمونو کار اخستی دی، د هغه بمونو څخه چې له بریتانیا څخه یې تر لاسه کړي دي.

بریتانیا د یوه قانون په رامنځ ته کولو سره په دوه زره لسم کال کې پر نورو هیوادونو ددې ډول بمونو پلورل بند کړي دي. خوشه یې بمب له چاودنې وروسته ډیره سیمه په نورو کوچونیو بمونو پوښي او د ملکي کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

بریتانیا په یمن کې د سعودي عربستان له ملاتړو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د بریتانیا دفاع وزیر پّ یمن کې د سعودي عربستان له لوري د خوشه یې بمونو د کارونې په تړاو د انګلستان پارلمان ته ویلي، دوی له نولس سوه نهه اتیایم کال راهیسې پر عربستان ددې ډول بمونو پلورل بند کړي او عربستان ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به له دې ډول بمونو کار نه اخلي.

مخکې له دې د بښنې نړیووال سازمان هم ویلي، سعودي عربستان په یمن کې خوشه یې بمونه کارولي دي.

دې سازمان له بریتانیا غوښتي وو، تر څو د هغه خوشه یي بمونو په هکله څیړنه وکړي کوم چې پر عربستاان یې پلورلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *