د طالبانو کويټې شورا يو شمير غړي هلمند ولايت ته د راتگ پر مهال د پاکستان له لوري نيول شوي دي

د طالبانو کويټې شورا يو شمير غړي هلمند ولايت ته د راتگ پر مهال د پاکستان له لوري نيول شوي دي

د کندهار امنيي قومندان جنرال رازق ويلي له دوي څخه يواځې شپز طالب مشران له پاکستان څخه په وتلو بريالي شوي دي

د کندهار امنیې قومندان جنرال رازق ویلي: د طالبانو کویټې شورا یو شمیر غړیو هڅه کوله ترڅو له دې ښاره هلمند ولایت ته راشي خو له شپږو مشرانو پرته یې نور د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې رسنیو د پلوچستان په مرکز کویټه ښار کې د پاکستان څارګرې اداري له لوری د کویټې شورا د پنځو غړیو له نیول کیدو خبر ورکړی وو. له دې سره مخکې له دې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم ویلي وو تر ډيره کیداي شي چې د کویټې شورا له کویټې ښآر څخه هلمند ولایت ته را لیږدول شوې وي خو دا موضوع د ملي امنیت، د هلمند والي او ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري رد شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه وسله والو طالبانو د کندهار د امنیې قومندان د څرګندونو په هکله څه ندي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *