د کابل ښار د پاکوالي دريم حشر نن پيل شو

دا حشر د کابل ښاروالۍ، ټول گټې وزارت او خصوصي څانگي له لوري په لاره ا چول شوی دیټاکل شوې تر پنځه لسو ورځو  د پنځه سوه   ښاروالۍ کارکونکو او درې سوه بار وړونکو موټرو په وسيله د کابل ښار له کثافاتو پاک کړل شي

اجرايي ريس له خلکو غوښتي ترڅو په دې حشر کې له کابل ښارووالۍ سره مرسته وکړي

له کثافاتو د کابل ښار د پاکوالي دا دریم حشر دی چې پیلیږي. ددې حشر لومړی پړاو اته میاشتې وړاندې د ولسمشر په حکم سره پیل شوی وو.

اجرایي ریس عبدالله عبدالله ویلي، په کابل ښار کې ډیره ګڼه ګوڼه او د کثافاتو د پاکوالي لپاره د  امکاناتو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له خلکو او وزارت خونو غوښتي ترڅو د ښار د پاکوالي په برخه کې له کابل ښاروالی سره مرسته وکړي.

د ټول  ګټې وزارت مسولینو اعلان کړی په دې لس ورځینې حشر کې به هره ورځ د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو څخ یو نیم زر یا  دوه زره متر مکعبه کثافات را تول او له ښاره بهر به یې ولیږدوي.

اته میاشتې وړاندې ولسمشر  کابل ښاروالۍ ته حکم کړی وو ترڅو په  هرو څلورو میاشتو کې یو ځل کابل ښاروالۍ حشر په لاره واچوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *