مالزيا د ميانمار مسلمانانو ستونزه سيمه ايزه ستونزه ښودلې ده

مالزيا د ميانمار مسلمانانو ستونزه سيمه ايزه ستونزه ښودلې ده  او د آسه سازمان له لوري يې د ميانمار مسلمانانو ته د مرستو رسولو د  همغږۍ ترڅنگ ددې ستونزو پر هواری ټينگار کړی دی

د مالیزیا بهرنیو  چارو وزیرې حنیفې په میانمار کې د مسلمانانو ستونزه یوه سیمه ایزه ستونزه ښودلې، له آسه سازمان څخه یې غوښتي ترڅو له دې مسلمانانو سره د مرستو همغږي پر غاړه واخلي او په میانمار کې د مسلمانانو د ستونزو د هواری لپاره ګامونه پورته کړي.

د مالیزیا بهرنیو چارو وزیرې وویل: په راخین ولایت کې د بشر حقونو ته د رسیدنې بهیر ډير پڅ دی او له دې سیمې څخه داسې ریپوټونه تر لاسه کیږي چې تر اوسه هم په خپل سر نیول، اعدام او د خلکو څورولو ښکارندویي کوي. دې زیاته کړې: مونږ په دآند یو چې دا ستونزه په یوه سیمه ایزه ستونزه اوښتې چې باید د سیمې د هیوادونو په په هڅو سره هواره شي.

مخکې له دې د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو ترڅو په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې مخنیوی وکړي.

په دې وروستیو کې په لسګونه زره میانماري مسلمانان د بنسټپالو بوډایانو له لوري د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي  چې ديری یې تر بنګله دیشه رسیدلي دي خو له دې سره له سیمې تښتیدونکي مسلمانان د پوځیانو له لوري په نښه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، له کله چې په میانمار کې د مسلمانانو او بودایانو له لوري شخړې ډيرې شوې، د مسلمانانو یو زر پنځه سوه کورونه سوځول شوي او اړ کسان بشر دوستانه مرستو ته لاس رسی نلري.

مالزیا په میانمار کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالي د یوې پرګنې پاکول او له منځه وړل بولي. نجیب رزاق د جرایمو له نړیوالې محکمې او اسلامي کنفرانس له سازمان څخه غوښتي ترڅو په  دې پیښه کې مداخله وکړي. له دې سره دوی د آنګ سان سوچي دولت په دې برخه کې پر بیغوری تورن کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *