د ملي دفاع، کورنيو چارو، سرحدونو او کډوالو وزارت مسولين نن د ولسي جرگې استجوابيه غوندې ته ورغوښتل شوي وو

د ملي دفاع، کورنيو چارو، سرحدونو او کډوالو وزارت مسولين نن د ولسي جرگې استجوابيه غوندې ته ورغوښتل شوي وو

دې مسولينو د تير او را روان مالي کال د بوديجو د لگښت په هکله ريپوټونه ورکړل

په  ولسي جرګه کې دملي دفاع وزیر وویل، په را روان کال کې پنځه لومړني کارونه لري، چې چنیز عملیات، د عملیاتو د مشری او څرنګوالي څیړل، د پوځي اکمالاتو ساتنه او څارنه، کشف او استخبارات او د هوایي او ځمکنیو ځانګړو ځواکونو څخه کار اخستنه.

عبدالله حبیبي وویل، دې وزارت د تیر کال د شپږ نوي میلیارده افغانیو څخه درې اتیا سلنه لګولې او راتلونکې کال لپاره هم دې وزارت اویا میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیولې ده.

د کډوالو چارو وزیر هم ویلي، د کورنیو جګړ له امله په روان کال کې یو میلیونه درې سوه زره کسان بیځایه شوي او له اتیا زره ډیرو کورنیو له دوی څخه مرستې تر لاسه کړي دي. عالمي بلخي ویلي، دې وزارت د خپلې پرمختیایي  او عادي بودیجو اوه اویا سلنه لګولې خو د چوپړتیا له وړاندې کولو سره له ځینو ستونزو سره مخ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد حمید تهماسي ویلي، په روان کال کې ددې وزارت بودیجه څلور سوه اویا میلیونه افغانۍ وه  چې اویا سلنه یې لګول شوې او  د راتلونکې مالي کال بودیجه یو شپیته میلیارده   پنځه سوه شپږ اتیا میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده.

د سرحدونو او قبایلو وزارت مرستیال غفور لیوال هم ویلي د روان کال ټولیزه بودیجه شپږ سوه دولس میلیونه افغانۍ وه  چې اته اتیا سلنه یې لګول شوې ده.

په ورته حال کې ولسي جرګه پنځه لس ورځې وخت لري ترځو د حکومت له لوري وړاندې شوې د راتلونکې کال بودیجه رد او یا یې هم ومني او ویل شوي چې ولسي جرګه به له ژمنیو رخصتیو مخکې د روانې اونۍ د چهار شبنې او د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ په دې هکله خپله پریکړه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *