له ترهه ګرۍ سره د مبارزې يوه غوره لار د اسلامي مذهبونو وحدت دے

له ترهه ګرۍ سره د مبارزې يوه غوره لار د اسلامي مذهبونو وحدت دے

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل غړې ډاکټره سمیحه راحيل قاضي وويل: له دهشتګردۍ او تکفيريت سره د مبارزې يوه مهمه لار د اسلامي مذهبونو په تېره بيا د سني شيعه مسلمانو ترمېنځ وحدت او يووالے دے.

د پاکستان د نظرياتي کونسل يوازېنۍ ښځينې غړې او د دغه هېواد د جماعت اسلامي د بهرنيو چارو ډائرېکټرې چې د وحدت د هفتې په مناسبت په مختلفو مراسمو کښې يې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړے دے نن زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې وويل: که طالب دے، که داعش دے، که القاعده ده او که نورې ترهه ګرې ډلې دي خپل څه اختيار نه لري او د هغو استعماري او استکباري قوتونو د لاسو ګوډاګيان دي چې يو مقصد يې د مسلمانو مذاهبو په تېره بيا د سني شيعه مسلمانانو ترمېنځ اختلافات او جنګ جګړې رامنځته کول دي نو که مونږ غواړوو چې له دغو ترهه ګرو ډلو سره مبارزه وکړوو نو يوه مهمه لار يې د اسلامي مذهبونو په خاصه توګه د سني شيعه مسلمانانو ترمېنځ اتحاد او يووالے دے چې له دې لارې کولې شو د دغو تکفيري ډلو او د هغوي د بادارانو سپېرۀ هدفونه ناکام کړوو.

هغې وويل: نړيوال استکبار چې په سر کښې يې امريکه ده غواړي چې د مسلمان په لاس د مسلمان مرۍ پرې کړي او د اسلام مقدس دين پرې بدنام کړي نو دغه تکفيري دهشتګردې او تکفيري ‌‌ډلې يې جوړې کړې.

هغې زياته کړه چې دا ټولو ته معلومه ده چې ((تقسيم کړه او حکومت پرې وکړه)) د نړيوال استعمار پخوانۍ فارمولا ده او دغه فارمولا نن په ‌ډېر شدت سره عملي کيږي چې هم مسلمانان تقسيموي او هم خپلې وسلې خرڅوي.

هغې د خپل پلار ارواښاد قاضي حسېن احمد چې د پاکستان د جماعت اسلامي مشر او د مذهبونو د نزدېکت د نړيوالې ټولنې (دارالتقريب مذاهب اسلامي) يو مشر ؤ د مسلمانانو د اتحاد لپاره هلو ځلو ته په اشارې سره وويل: زۀ غواړم چې د مسلمانانو په تېره بيا د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد لپاره د خپل پلار چې ځان يې د دې مقصد لپاره وقف کړے ؤ لار جاري وساتم او د همدې مقصد لپاره د وحدت د اونۍ په مراسمو کښې د ګډون لپاره د ايران اسلامي جمهوريت ته راغلې يم.

هغې د  دې پوښتنې په ځواب کښې چې دا ډول مراسمو جوړولو تر کومه حده  په تېره بيا په پاکستان او افغانستان کښې تاثير درلودلے دے ؟ وويل: زمونږ کار په خلوص او استقامت سره د مسلمانانو په صفونو کښې د يووالي لپاره هلې ځلې کول  او له خداے پاک نه د هغو د مثبتو اثراتو لپاره دعا کول دي نور کار د خداے پاک دے چې پکښې برکت واچوي ځکه چې مونږ ايمان لروو چې په کوم نېکې ارادې او روغ نيت سره دا هلې ځلې کوو د هغې نېکې ارادې او روغ نيت هم ‌‌‌‌ډېر ثوابونه دي.

هغې وويل: که څه هم نن سبا د سني او شيعه مسلمانانو د يووالي لپاره کوشش ډېر ګران او مشکل کار دے او د هغې وجه دا ده چې د ايران او شيعه په خلاف د نړيوال استعمار او اسکبار او د هغوي د ګوډاګيو پروپېګنډې ډېرې زياتې شوي دي او د ايران او شيعه دښمنان زيات شوي دي ځکه چې نن يو د ايران اسلامي جمهوريت دے چې په نړۍ او سيمه کښې يې د دغو اسلام دښمنه قوتونو ګټې په خطر کښې اچولې دي او ورسره په هر  محاذ مبارزه کوي نو ځکه دا کار به ځينې قربانۍ او سختۍ زغمل غواړي.

هغې په آخر کښې زمونږ د رسنې له لارې د نړۍ له مسلمانانو په تېره بيا د پاکستان او افغانستان مسلمانانو که هغه له هر مسلک او هر قوم او هرې ژبې سره  تعلق لري وغوښتل چې د طالب، داعش، القاعدې او په نورو نومونو جوړې شويو دهشتګردو ډلو او د هغوي له استعماري او استکباري بادارانو او سيمه ايزو ملاتړو سره د مبارزې لپاره تر خپل مېنځو فروعي اختلافات يو  خوا ته کيږدي او يو موټےشي او خپل اتحاد او اتفاق سره د اسلام د دښمنانو سپېرۀ هدفونه ناکام کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *