د سعودي د وسلو ستر ډېپو کې اور لګیدنه رامنځ ته شوې
د يمن د جنګ تبليغاتي کمېټۍ د يمني توپونو له حملې وروستۍ د سعودي په نجران کښې د دغه رژيم د فوځ د وسلو په يو ستر ډېپو کښې د اور لګېدو خبر ورکړ.
دغې کمېټۍ وړمه شپه په يو رپوټ کښې تاکيد وکړ چې د يمني ځواکونو د توپونو له حلمې وروسته د سعودي د جنوب په الخروق نومې فوځي اډه کښې د وسلو او جنګي سازوسامانونو په ستر ډېپو کښې د اور لمبې تر لرې لرې پورې ليدل کېدې شوې
په دغه ستر ډېپو کښې د وسلو او جنګي سازوسامانونو د زياتوالي په وجه چاودنو او اور لګېدنو تر ډېر اوږد وخت پورې دوام پېدا کړ.
په دغه حمله کښې د سرتاوانونو په اړه لا څه رپوټ نه دے تر لاسه شوے.