د فلسطين د حالاتو په هکله د رمضان عبدالله لس ماده اي طرحه

د اسلامي جهاد مشر ډاکټر رمضان عبدالله له آيت العظمی خامنه اي سره په کتنه کښې د فلسطين د کورنيو حالاتو د سمولو لپاره د ايران د اسلامي انقلاب رهبر ته يوه لس ماده اي طرحه وړاندې کړه چې بندونه يې په دا ډول دي:

۱- د کورواکو تشکيلاتو د مشر محمود عباس لخوا د اوسلو د موافقه ليک لغو کول.

۲- د صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلو لپاره له خپلې فېصلې  څخه د فلسطين د ازادی بخښونکي تنظيم په شاتګ

۳- په يو بشپړه ملي تشکيلاتو باندې د بدلولو لپاره د ساف د جوړښت اصلاح.

۴- د نيواکګرو په وړاندې مقاومت ته ترجيح ورکول، مقاومت ته اعتبار ورکول او د نيواکګرو د وېستلو لپاره د انتفاضې شروع کول.

۵- د ملي وحدت تحقق او په ملي ډګر کښې يو واحد پروګرام او سټراټيجۍ غوره کول.

۶- په خپل وطن کښې د فلسطيني ملت د موجوديت او پائېدارۍ د تقويت لپاره د ملي پروګرام تدوين.

۷- له لويديځې غاړې او غزې څخه محاصره ختمول.

۸- له ټولو عربو او اسلامي خواو سره د ارتباط ټينګول او له صهيونېسټانو سره ارتباط ختمول،  د غزې د محاصرې د لغو کولو لپاره له مصر سره خبرې اترې.

۹- د صهيونېسټ رژيم قانوني چاره جوئي او په نړيوال عدالت کښې يې د چارواکو محاکمه او د دغه نړيوال رژيم د نړيوال بائيکاټ د غورځنګ مضبوطول.

۱۰- د پراخو ملي خبرو اترو شروع کول.

د ويلو ده چې په دغه کتنه کښې د ايران معظم رهبر آيت الله العظمی خامنه اي له دغې طرحې څخه بشپړه ملاتړ له کورنيو مشکلاتو څخه د فلسطين د بهر وتل اعلان کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *