له زرو ډير زرهي موټر اسناد نه لري

له زرو ډير زرهي موټر اسناد نه لري

له ۱۳۸۶ لمريز كال راهيسې تراوسه ۲۵۷۵ عرادې زغره وال موټر په رسمي ډول د بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي، چې له ډلې يې يوازې ۱۴۲۰ عرادو له كورنيو چارو وزارت څخه د تګ راتګ قانوني جواز ترلاسه كړى دى.

 دې څېړنيز رپوټ پر بنسټ، له زرو زيات زغره وال موټر په غير قانوني ډول تګ راتګ كوي.

د كورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې رئيس نجيب امان وايي، د زغره والو موټرو د قانوني كېدو په هدف د دې واسطو لرونكي بايد د تګ كارت واخلي، ترڅو د دغه وزارت له لوري وڅارل شي.

د ده په وينا، تراوسه ياد رياست په هېواد كې پر موجودو ټولو زغره والو موټرو نظارت نه لري.

بل خوا مسوولين تاييدوي، چې په تېرو كلونو كې په زرګونو زغره وال موټر په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل شوي، خو د هېواد د ګمركونو د عمومي رياست مسوولين وايي، دوى يوازې په تېرو دوو كلونو كې توانېدلي، چې له ۴۰۰ زيات غير قانوني زغره وال موټر قانوني كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې په وار وار راپورونه خپاره شوي، چې د غير قانوني زغره والو موټرو موجوديت په هېواد كې د جنايي جرمونو د زياتېدو سبب شوى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *