د هلمند په څلورو ولسوالیو کې عملیات پیل شوي

د هلمند په څلورو ولسوالیو کې عملیات پیل شوي

افغان امنیتي ځواکونو له تیرې شپې راهیسېد دې ولایت په څلور ولسوالیو، ناوه ، ګرمسیر ، مارجه او نادعلي کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې پراخ نظامي عملیات پيل کړي دي.

په دغو څلورو ولسوالۍ له ناوې ولسوالۍ پرته چې په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده، د پاتو نورو ولسوالیو په مرکزونو کې افغان ځواکونه هم ځای پرځای دي.

د هلمند امنیه قومندان پاسوال اقانور کین توز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دغو عملیاتو یو هدف په دغو ولسوالیو کې نوو امنیتي پوستو ځای پرځای کول دي.

جنرال کین توز وویل “له تیرې شپې راهیسې پيل شوي عملیات به تر هغو پورې دوام وکړي تر څو د دغو ولسوالیو ټولې برخې تر دولتي حاکمیت لاندې نه وي راغلې او موږ به په اړینو سیمو کې نوي امنیتي پوستې هم رامنځ ته کړو “.

مارجه او نادعلي د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په شمالي څنډه ، ناوه او ګرمسیر يې په جنوبي څنډه کې نږدې پرتې ولسوالۍ دي چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د درنو جګړو شاهدې سیمې وې .

د دغوولسوالیو له جګړو سره پر یوه وخت جګړه د لښکرګاه ښار تر دوهمې او درییمې امنیتي حوزې پورې هم غځیدلي وې، چې ورړوسته د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د لښکرګاه شاوخوا ځني سیمې بیرته افغان ځواکونو ترلاسه کړې خو لاهم افغان ځواکونه د ښار د درییمې حوزې په اړوند سیمو کې خپلو وسله والو مخالفانوسره په نظامي عملیاتو بوخت دي.

بلې خواته په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي وويل چې د درییمي حوزې د بشران په سیمه کې ځانګړو افغان ځواکونو تیره شپه د وسله والو طالبانو پر یوه پټنځای په عملیاتو کې ۲۱ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۶ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *