په بغلان ولایت کې یو شمیر دیني عالمان د پوځیانو د جنازې لمونځ نکوي

په بغلان ولایت کې یو شمیر دیني عالمان د پوځیانو د جنازې لمونځ نکوي

زیاتره دیني عالمان د هغو سرتیرو جنازه نه‌کوي، چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي وي.

د دوی پر وینا، طالبانو هم په هغو سیمو کې چې واکمني لري د امنیتي سرتیرو جنازه حرامه کړې او دیني عالمانو ته یې خبرداری ورکړی، چې که د امنیتي سرتیرو جنازه وکړي نو سزا به یې وویني.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو سیمه‌ییز قوماندان سید کمال وردک وایي، یو شمیري ديني عالمان دهغوی سرتېرو له جنازې ډډه کوي، چې وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي وي.

وردګ زیاتوي، طالبانو هم په هغو سیمو کې چې واکمني لري د امنیتي سرتیرو جنازه حرامه کړې او دیني عالمانو ته یې ګواښ کړی، چې که د امنیتي سرتیرو جنازه وکړي، نو د دوی له خوا به سزا ورکړل شي.

هغه وویل، یو شمير ديني عالمانو له وسله‌والو طالبانو ډاريږي، نو ځکه د امنیتي سرتېرو جنازه هم نه کوي.

وردګ دا هم وايي، کله چې د وسله‌والو طالبانو کوم وسله‌وال ووژل شي، نو د ښار په منځ کې یې د جنازې مراسم نیول کيږي او څوک یې مخه نه نیسي.

په ورته وخت کې د بغلان د عالمانو شورا مرستیال محمد حسن حسیني وایي، هغه کسان چې د جهاد او دین تر نوم لاندې په افغانستان کې جګړه کوي او بې‌ګناه خلک وژني، د پردیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي او موخه یې د اسلام د دین بدنامول دي.

له دې پخوا هم وسله‌والو طالبانو دیني عالمانو او ددغه ولایت د ډنډ شهاب الدین، حسین خیل، زمانخیل او ډنډغوري سیمو خلکو ته ګواښ کړی و، چې که د امنیتي سرتېرو جنازه وکړي، نو دوی به سزا ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *