پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته استول شوی

پر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته استول شوی

دا غوښتنلیک نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت نن په رسمي توګه پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک ملګرو ملتونو ته واستوه.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب څخه د بندیزونو لرې کول، د دغه حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې د لاسلیک شوې موافقې یوه مهمه ماده ده.

د دغې موافقې په پنځمه ماده کې راغلي “د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغې هوکړې لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په تماس د جګړې پای ته رسیدو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګیدلو بندیزونو لرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی په ممکن لږ وخت کې د دغو بندیزونو لرې کولو لپاره اقدامات وکړي”.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ ته وویل، پر اسلامي حزب باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنلیک نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د بندیزونو لرې کولو کمیټې ته استول شوی دی.

هغه وویل “د افغانستان د دولت هیله دا ده چې دا غوښتنلیک ژر بررسي شي او د تعزیراتو د لرې کولو لپاره اقدام وشي”.

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه نږدې دوه نیمې میاشتې مخکې د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له خوا لاسلیک شوه.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي غړي عتیق‌الله صافي، د افغان حکومت له خوا ملګرو ملتونو ته د بندیزونو د لرې کولو دغوښتنلیک استولو په تائید امریکا غږ ته وویل، د بندیزونو له لرې کیدو وروسته به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په عام محضر کې راښکاره شي.

هغه وویل “په دې کې یوه مسله له تور لیست څخه د حزب اسلامي د امیر حکمتیار صاحب نوم ایستل دي او بل یو هیواد دی، چې هغه د حزب اسلامي په امیر باندې کوم بندیز نه لري، خو په حزب اسلامي باندې یې لري دا دوه مسلې دي”.

ښاغلي صافي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا او انګلستان هیوادونو پر اسلامي حزب، د دغه حزب پر مشر او دوو قوماندانانو انجینر عبدالصبور او عبدالله نوبهار باندې بندیزونه لګولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *