يواځې په آلمان کي په تيرو 15 کلونو کي 70 تنه افغان ديپلوماتانو د منل کيدو غوښتنه کړې ده

يواځې په آلمان کي په تيرو  ۱۵ کلونو کي ۷۰ تنه افغان ديپلوماتانو د منل کيدو غوښتنه کړې ده   دا په داسي حال کي ده چي ډيری لوړ پوړي افغان ديپلوماتان د دندي مودي په پاي ته رسولو سره هيواد ته نه راځي

په اروپایي هیوادونو کې د افغان دیپلوماتانو منل کیدل او دددوی غوښتنه کومه نوې خبره نده، مخکې له دې هم په دې هکله ډيری ریپوټونه خپاره شوي دي.

د بیلګې په ډول عبیدالله عبید  چې یو مهال د لوړو زدکړو وزیر او په ایران کې د افغانستان سفیر وو او په دې وروستیو کې په هالند کې د سفیر په توګه ټاکل شوی وو له دندې پای ته رسیدو وروسته یې هیواد ته له را ګرځیدو ډډه کړې ده.

په دې هکله د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکيب مستغني ویلي: عبید  چې دنده یې د لړم میاشتې  په لړ کې پای ته رسیدلې بهرنیو چارو وزارت ته یې په یوه لیک کې لیکلي چې د یوې ناروغۍ له امله نشي کولای تر یوې مودې هیواد ته را وګرځي.

له دې سره دوی ویلي چې په هالند کې د افغان سفاتر کلتورې ځانګې مسوله صالحه سنجر هم له سختې ناروغۍ خبر ورکړی دی.

د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکړي او د ملي بانک پخوانی ریس عبدالقدیر فطرت هم له هغه کسانو څخه دي چې هیواد ته یې له راګرځیدو ډډه کړې ده.

یو شمیر دیپلوماتان په بهرنیو چارو وزارت کې د ناسم سیستم او په هیواد کې د امنیت د نشتو په بهانه هیواد ته له  راتګه ډډه کوي. د نړیوالو رسنیو د ریپوټونو له مخې  له ډې سره چې ددې ډول دیپلوماتانو کره شمیره نده مالومه خو په تیرو پنځه لسو کلونو وکې اویا تنه دیپلوماتانو په دې هیواد کې د پاتې کیدو غوښتنه کړې ده نو له دې مخې هغه دیپلوماتان چې په آلمان کې دوی ته دنده سپارل کیږي نشي کولای خپلې کورنۍ له ځان سره بوځي.

په آلما کې یوه افغان دیپلومات چې له نوم اخستلو یې ډډه شوې ویلي: افغان حکومت له آلمانه غوښتي ترڅو د دیپلوماتانو کورنیو ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *