ولسي جرگې د طالبانو او روسيې ترمنځ اړيکي بيشرمانه ښودلې
ولسي جرگې د طالبانو او روسيې ترمنځ اړيکي بيشرمانه ښودلې له دې سره ددې جرگې غړيو د احمد ضيا مسعود هغه څرگندوني چي يو شمير استازي يي په فساد کي په لاس لرلو تورن کړي وو رد کړې دي
د ولسي جرګې په ننی آزاد بحث کې د احمد ضیا مسعود هغه څرګندونې چې د ولسي جرګې غړي یې په فساد کې په لاس لرلو تورن کړي وو، د ولسي جرګې د کمیټې له لوري یې ددې موضوع د څیړلو غوښتنه کړې ده.
تیره اونۍ احمد ضیا مسعود د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مراسمو کې یو شمیر استازي په فساد کې په لاس لرلو تورن کړی ویلی یی وو چی د ولسی جرګی غری له وزیرانو د پروژو په لاه اچولو کی بډې غواړي.
په امنیتي برخه کې د فساد د شتون سربیره، په دې وروستیو کې د روسیې سفارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې دخپلو دیپلوماتانو اوکارکونکو د امنیت خوندي کولو له مخې له طالبانو سره اړیکې لري. په کابل کې د ایران سفیر هم ویلي چې له طالبانو سره د مالوماتو له مخې اړیکې لري نه راشه درشه.
له دې سره یو شمیر استازو ویلی چې په هیواد کې جګړه په یو شمیر ولایتونو کې د کوکنارو له کرکلې سره په نیغه توګه اړیکه لري دوی ویلي له دې بد بوټي د محصولاتو په را ټولولو سره جګړه زور اخلي خو کله چې حاصلات واخستل شي او هوا سړه شي وسله وال طالبان بیا د سولې خبرې مخکې کوي.