د سوريي د حلب سيمو 93 سلنه سيمه د دولتي سرتيرو لاس ته ورغلې ده

د سوريي د حلب سيمو ۹۳ سلنه سيمه د دولتي سرتيرو لاس ته ورغلې ده  دروسيي دفاع وزارت چي د دمشق حکومت کلک ملاتړی دی له دي سره يي ويلي  له يادو سيمو لس زره ملکي کسان ايستل شوي او تر دوه زره وسله والو خپله وسله دولت ته سپارلي او يا يي هم په سيمه کي پټه کړې او له دي سيمي وتلي دي

دا په داسي حال کي ده  چي ملگرو ملتونو په سوريه کي د جگړې د پاي ته رسيدو غوښتنه کړې ده

د سوریې حلب ښآر کې د روسیې اوسوریې هوایي بریدونه دوام لري او د دمشق د دولت وسله وال مخالفین تر سخت فشار لاندې دي. په سوریه کې د روسیې یوه پوځي چارواکي اعلان کړی: د سوریې دولتي سرتیري له هغه سیمو د ماینونو په پاکولو بوخت دي کوم چې په ډې وروستیو کې نیول شوې دي او په داسې حال کې چې یو شمیر کسان خپلو کورنو ته د را ګرځیدو په حال کې دي په زرګونه نور کسان له کلابندو سیمو ایستل شوي دي. له دې سره ده ویلي د روسیې مرستې د حلب ختیځ ته رسیدلې اوپر ملکي کسانو ویشل شوې دي.

سرگئي رادسکوف – “د سوریې دولتي ځواکونو په دې وروستیو کې له دوه سوه اویا ټنه ډيره مرسته اړو کسانو ته رسولې ده له دې سره یو سل پنځه پنځوس سیار پخلنځایونه دې سیمې ته رسول شوي چې ملکي کسانو ته خواړه ورکوي  پّ تیرو دریو ورځو کې درې زره کورنۍ له وسله والو څخه پاکو شویو سیمو ته راګرځیدلي دي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *