واشنګټن د اوکیناوا ټاپو جاپان ته سپاري
واشنګټن د اوکیناوا ټاپو جاپان ته سپاري
د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر، اشتون کارتر د جاپان له صدراعظم، شینزو ابې سره په یوې خبري غوندې کې اعلان وکړ چې ځواکونه یې د جاپان د خاورې لس زره جریمه ځمکه بیرته دغه هېواد ته سپاري.
امریکایانو دغه ځمکه د پوځي تمریناتو په موخه کاروله.
ښاغلي کارتر وویل “موږ د اړیکو تازه کولو کې له تاسو سره ګډه ژمنه لرو او چمتو یو چې د خپل ائتلاف په تاریخ کې د ځمکو د انتقال په برخې کې لوی ګام پورته کړو. زه کولی شم ډاډ درکړم چې د روانې میاشتې تر ۲۲ پورې د انتقال بهیر په بشپرولو کې تاسو سره همنظره یم.”
جاپان ته د د واکیناوا په ټاپو کې د پراخو ځمکو د بیرته سپارلو پر سر له شلو کلونو راپدېخوا کار روان و. له ۱۹۷۲ کال راپدېخوا کله چې امریکا د اوکیناوا بشپړ واک جاپان ته وسپاره دا تر ټولو پراخه ځمکه ده چې د جاپان حکومت ته سپارل کیږي.
هاخوا د جاپان صدراعظم چې تمه ده د روانې میاشتې په وروستیو کې د متحدو ایالتونو د هاوایې ایالت له پیرل هاربر سیمې څخه لیدنه وکړې د جاپان د ځمکو په ورسپارلو کې د امریکا له پریکړې خوشحالي څرګنده کړه.
ښاغلي ابې وویل “زه غواړم چې د اوکیناوا په ټاپو کې د اندېښنو په راکمولو کې د دفاع وزیر له ملاتړ څخه ستاینه وکړم.”
د اعلان شوي پلان له مخې د ځمکو د انتقال بهیر به د روان ډیسمبر میاشتې تر دوه ویشتمې نېټې پورې پاې ته ورسیږي.
د جاپان صدراعظم ټینګار وکړ چې واشنګټن او جاپان دې باید د جګړو د تباهۍ تکرار ته اجازه ورنکړي.
د جاپان صدراعظم زیاته کړه چې له پریل بندر او په اریزونا کې د امریکا د کښتیو له موزیم څخه لیدنه وکړي څو د جنګ د قربانیانو لپاره دعا وکړي. “زه به د نړۍ راتلونکې ته دغه پیاوړی پیغام ورسوم چې د جنګ ورانیو ته به اجازه ورنکړو.”
ښاغلي کارتر پرل هاربر ته د جاپان د صدراعظم کیدونکی سفر د سولې او بیاپخلاینې په لار کې د واشنګتڼ او ټوکیو د مشترکې ژمنې نښه یاده کړه.
صدراعظم ابی د جاپان لومړنی رهبر دی چې له پرل هاربر څخه لیدنه کوي. دا هغه سیمې ده چې په دویمې نړیوالې جګړې کې جاپانې الوتکو پر امریکايي پوځي اډو برید وکړ.