د افغانستان په هکله د سعودي عربستان دریځ

د افغانستان په هکله د سعودي عربستان دریځ

سعودي عربستان په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو پلوي کړې ده، خو په عین وخت کې یې په دې هیواد کې د سني سخت دریځو مالي ملاتړ هم کړی دی.

افغان مقامات هم پوه شوي چې سعودي عربستان په خاص رول سره چې کیدای شي په افغانستان کې د جگړې د معادلې په دواړو اړخونو کې ودریږي، یو داسې قدرت دی چې کولای شي په هغه هیواد کې د تازه ټوکیدلې دموکراسۍ ملاتړ وکړي او یا هم د طالبانو نه په پلوۍ جگړه روانه وساتي.

سعودي عربستان د پاکستان پخوانی متحد د نیویارک ټایمز د رپوټ په وینا د پاکستان د طالبانو د روزنې ملاتړ کړی دی او بډائیه عرب شیخان دغې یاغي ډلې سره مالي مرستې کوي. ددې سره سم د سعودي حکومت د امریکا ماموریت تود هرکلی کړی او په پټه یې د افغانستان د سولې خبرو ته لاره برابره کړې ده.

په افغانستان کې د سعودي متضاد چلند تصادفي نه دی، بلکه د نیویارک ټایمز په وینا، ریاض خپلې متناقضې اړتیاوی په رسمي او غیر رسمي لارو چارو برابرې ساتلي دي.

اوس د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې خپل لرغونی متحد په افغانستان کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي. په دې ترڅ کې افغانان هم دې نتیجې ته رسیدلي دي چې سعودي ته د دوست که د دښمن په سترگه وویني.

شهزاده ترکي الفیصل چې ٢۴ کاله یې د سعودي د استخباراتو مشر و او بیا په ٢٠٠٧ کې تر تقاعد پورې په متحده ایالاتو کې د سعودي د سفیر په توگه دنده درلوده، ټولې هغه څرگندونې ردوي چې سعودي دې کله هم د طالبانو ملاتړ کړی وي. هغه وایي “کله چې زه په حکومت کې وم، یوه پیسه هم طالبانو ته نه ده ورکړل شوی”.

هغه دا هم ویلي دي چې سعودي عربستان تروریستي ډلو ته د پیسو د استولو په هکله ټینگ تدابیر نیولي دي. خو نور بیا دغه نظر ردوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر حنیف اتمر وایي “مونږ پوهیږو چې دا ډول مالي مرستې شته او د کلونو راهیسې روانې دي”. هغه زیاتوي چې دا کار په افغانستان او سیمه کې د ترهگرو جگړه ییز ماشین دوامداره کوي، چې د هغه په وینا دا کار باید ودرول شي

افغان مقاماتو ویلي دي چې په روان کال کې د هیواد په اتو ولایتونو کې د طالبانو د حملو څپو چې د نیویارک ټایمز په وینا ۴٠ زرو جگړه مارانو په کې برخه درلودله لږ تر لږه یو میلیارد ډالر پر لگیدلي دي، چې دغه ټولې پیسې له بهرنیو منابعو څخه تمویل شوي دي.

سعودي عربستان د ٢٠٠١ کال او له هغه وروسته د طالبانو د حکومت ملاتړ کړی او خپل نژدې متحد پاکستان سره په گډه یې هڅه کړې چې په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ٢٠٠٦ کې د الجزایري عبدالله انس په نوښت پیل شوی. انس، لس کاله په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جگړه کړې وه.

انس چې اوس په لندن کې د المغربیه ستلایت تلویزیون چلونکی دی وایي “ستونزه داده چې سعودي عربستان افغانستان ته د پاکستان له عینکو گوري”. هغه وایي چې همدا د هغه د سولې د نوښت په وړاندې عمده چلنج و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *