د پاکستان په هکله د ولسمشر څرگندونو بيلا بيل ډوله غبرگونونه درلودل
د پاکستان په هکله د ولسمشر څرگندونو بيلا بيل ډوله غبرگونونه درلودل دا غبرگونونه د پاکستان له خواشينۍ نيولې د ارگ تر ريښتينولي ښودلو شتون لري
زمونز همکار په دي هکله د ولسي جرگي يو شمير غريو نظرونه راتول کري چي ستاسو پام ورته راگرخوم
پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ملاتړکوي، دا هغه څرګندونې وې چې ولسمشر غني په هند کې د آسیا زړه هیوادونو په ناسته کې مخامخ د پاکستان ملي امنیت سلاکار ته کړې دي.
د ولسی جرګې یو شمیر غړیو د ولسمشر له دې څرګندونو هرکلی کړی دی.
خو د پآکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز چی له ولسمشر سره څنګ په څنګ ناست وو، پآکستان ته د رسیدو پر مهال یې د ولسمشر خبرې خواشینونکې وښودې. له دې سره ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ښاغلي غني په دې ناسته کې ریښتینولي په ډاګه کړې نه یې څه لږ کړي او نه هم ډير.