په ښه حکومتولی کې دولسمشر ځانگړي استازي په دې لاره کې له نويو ستونزو خبر ورکړی دی

په ښه حکومتولی کې دولسمشر ځانگړي استازي په دې لاره کې له نويو ستونزو خبر ورکړی دی

د احمد ضيا مسعود له دي څرگندونو سره د اداري فساد پروړاندې دمبارزي عالي اداري په دولتي بنسټونو او گمرکاتو کي د لوړ پوړيو چارواکيو د خپلوانو له لوري د پلان له مخي پر فساد نيوکه کړې ويلي يي دي دا کسان د ستر اختلاص پلان لري

د ښې حکومتولی او سمون په راوستلو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعودي وایي: د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د وړتیا له پامه  غورځونې،قوم پالنې، د نشه یې توکیو د کر او تولید ډيرښت له امله په هیواد کې ښه حکومتولي او سمون ځنډنی کړی دی.

دوی ویلي، ترهغې چې سمون په حکومتي ادارو کې رامنځ ته نشي خلکو ته به د منلو وړ چوپړتیا وړاندې نشي

په ورته حال کې له اداري فساد سره مبارزې اداره هم وایي، ددې ښکارندې پر وړاندې د دولت له لوري مبارزه نیمګړې وه او دا کچه یواځې د پولیسو تر چمتوالي، د کسانو تر نیولو او بندي کولو وه.

دوی په ګمرکاتو او دولتي ادارو کې د پلان له مخې د فساد په هکله خبرداری ورکړی ویلي یې دي: په ګمرکاتو او بندرونو کې د لوړ پوړیو دولتي چارواکیو خپلوان په لویو فسادونو کې لاس لري او له دې هم د سترو اختلاسونو هڅې کوي.

له افغانستان سره مرسته کونکو هیوادونو د بوروکسل او لندن په ناستن کې خپلې مرستې د اداري فساد سره له مبارزې سره تړلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *