دافغانستان او انګلستان ترمنځ د کرکټ لوبه تر سره کیږي

دافغانستان او انګلستان ترمنځ د کرکټ لوبه تر سره کیږي

دا څلور ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ( ډسمبر ۷) پیلیږي. د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د انګلنډ زمریانو لوبډله د انګلینډ یوه کورنۍ لوبډله ده چې تر ډېره په کې د برتانیا ځوان لوبغاړي لوبیږي. له افغانستان سره یې لوبه یوه غیر رسمي او تمریني لوبه ده.

دغې لوبډلې وار د مخه له متحدو عربو اماراتو سره یو لړ لوبې هم کړي او ترې یې ګټلي دي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو اصلي هدف له متحدو عربو اماراتو او د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره چمتوالی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې به افغان لوبڅار احمدشاه پکتین هم لوبڅار وي. په اعلان شوې لوبډلې کې اصغر ستانکزی کپټان دی. دغه راز په لوبډلې کې ځینو ځوان لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی.

پر دغو سیالیو سربېره ټاکل شوې چې د همدغه میاشت په پای کې افغانستان له اماراتو او د پېښور زلمي له لوبډلو سره د ۲۰ اورونو یو لړ سیالۍ هم وکړي، چې هغه لپاره به بیا بله لوبډله اعلانیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *