پاکستان د ولسمشر غني خبرې د افسوس او درک وړ ښودلې دي

پاکستان د ولسمشر غني خبرې د افسوس او درک وړ ښودلې دي

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي هند کې د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

د لیندۍ پر ۱۴مه د افغانستان په اړه د اسیا زړه غونډې شپږمه ناسته چي د هند په امرېتسر کې ولسمشر محمد اشرف غني هم په کې ګډون کړی ؤ ویې ویل، پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد “له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي.”

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، تېر کال افغانستان د نړۍ په کچه ډېر ملکي او پوځي تلفات لرل چې مخنیوی یې شونی ؤ. “دا د منلو وړ نه ده. کېدای شي مخه یې ونیول شي.”

د امرېتسر غونډې کې له ګډون وروسته، سرتاج عزیز خپل هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته یوې خبرې غونډې ته وویل، د هند رسني د لشکر طیبه، جیش محمد او د حقاني شبکې په یادولو غواړي پر پاکستان فشار راولي.

د کنفرانس اعلامیې ته په کتو د ټي ټي پي (د پاکستان د طالبانو تحریک)، جماعت الاحرار او د پاکستان ضد نورو ډلو یادونه هم شوې.

د ښاغلي عزیز په وینا تېرو دریو کلونو کې پاکستان تر ټولې نړۍ ډېرې هڅې کړي چې ترهګري له منځه یوسې. ده وویل هند سره د کړکېچنو اړیکو سره سره غونډه کې د ګډون موخه دا وه چې افغانستان سره اړیکي خرابې نشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *