د سوريې دولتي سرتيرو له لوري نيول شويو سيمو کي خلک بيرته د خپلو کورونو په لور روان دي

د سوريې دولتي سرتيرو له لوري نيول شويو سيمو کي خلک بيرته د خپلو کورونو په لور روان دي د حلب حنانو هغه يوه سيمه ده چي د دولتي سرتيرو نيول شوې او خبريالان له دي سيمي ريپوټونه چمتو کولای شي

د حلب ختیځ د حنانو سیمې په سلګونه اوسیدونکي د خپلو کورونو په لور روان دي. ددې سیمې اوسیدونکي ژوندی د وي پوځ په نارو سره خپلو کورنو ته د ننوتو په حال کې دي هغه کورونو ته چې د تیر په څیر نه دي بلکې په کنډوالو اوښتې دي. خو له دې سره دوی خپلو کورنو ته په را ګرځیدو سره خوښ ښکاري او هیله مندی دي چې ددوی ړنګې یوځل بیا په کورونو بدلې شي او خپل ژوند پیل کړي.

فديه حارو- “مونږ خپلو کورونو ته را ګرځیدلي یو خو دا باور مو نه کیږي چې مونږ په حنانو کې یو  زه ویلو ته څه نلرم  زه حتی د خپلې خوښۍ په هکله څه نشم ویلای  دا ډير ښه دي له دې سره چې زمونږ کورونه ویجاړ شوي خو له دې سره مونږ بریالي شوو او خپلو کورونو ته را وګرځیدو.”

قمر- شهروند “مونږ یوځل بیا ژوندي شو ژمنه مې کړې وه چې د حنانو خاوره به ښکلوم ځکه مونږ دلته نړۍ ته سترګې پرانستلې او همدلته لویان شوو  مونږ له ډې سیمو ښې خاطرې لرو ما هیڅ کله دا ځای په دې دول نه وو لیدلی خو د خدای په هیلې سره به هرڅه ښه شي.”

په دې وروستیو کې د سوریې په حلب ښار کې دولتي سرتیرو ډیر پرمختګ کړی او دې سیمې ته د روسیې د بشر دوستی مرستې هم رسیدلې دي د سوریې دولت ژمنه کړې چې تر راتلونکو څو اونیو به د حلب ښار له خپلو وسله والو پاک کړي. دا به د سوریې د ستونزې د پای ټکی نه وي بلکې ددې هیواد په نورو سیمو کې هم حالات کړکیچن دي.

په سوریه کې د بشر حقونو د څارنې ادارې چې مرکز یې په انګلستان کې دی ویلي چې د ادلیب ولایت په شمال لویدیځ کې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه یو ویشت کسان وژل شوي  دي په دې هوایي بریدونو کې یو لوی پلورنځۍ هم په نښه شوی  دی.

د سوریې کړکیچ چې پنځم کال ته رسیدلی له امله یې د رسمي شمیرنې له مخې له درې سوه زره ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي. د سوریې دولت په  دې هیله دی چې په  دې جګړه کې د خپلو ملاتړو په همکاری سره بریالی شي او یو خل بیا ددې هیواد بنستیزې ویجاړۍ ودانې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *