د عراق موصل عمليات به دوام ولري او داعش به له ماتي سره مخ شي

د عراق موصل عمليات به دوام ولري او داعش به له ماتي سره مخ شي

د عراق امنيتي سرتيرو له دې سره د موصل عملياتو د  دوام لامل د ملکي کسانو تلفاتو مخنيوی ښودلی   له دي سره له دي سيمي کډوال د خوړو او نورو امکاناتو پر کمښت نيوکه لري

د  عراق د موصل عملیاتو له پیلیدو څلویښت ورځې تیریږي، خو تر اوسه هم په دې سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او د موصل آسمان د جګړې له هغه لوګیو ډک دی کوم چې د عراقي سرتیرو او داعش ترمنځ روانه ده. عراقي چارواکي وایي په موصل کې له ځلورو زرو وسله والو څخه زر تنه یې وژل شوي دي. د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو قومندان وایي، تیره ورځ د  داعش پر وړاندې د نوې لوري څخه سخت عملیات پیل شوي دي.

عبدالوهاب اسدي- “د نن سهار څخه په دې سیمه کې تر څلویښتو داعشیان له  منځه وړل شوي زمونږ تر شاه هغه تاریخي غر دی چې له موصل سره نښلیدلی دی دا لاره زمونږ عملیاتي لاره ده او تر اوسه په دې عملیاتو کې د داعش ډيری غړي وژل شوي دي.”

.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *