داعش د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ ۲۰۰کورونه سوځولي دي
داعش د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ ۲۰۰کورونه سوځولي دي
په دغو جګړو کې د وژل شويو ټولو ولسي وګړو کره شمیره معلومه نه ده، خو تر اوسه یواځې هم هغه پخوانۍ شمیرې چې ۱۳ کسان وو تاييد شوي دي.
د سرچينې پر وینا، د جګړې په سیمه کې له ډيرو تنو سرونه پرې شوي او نه معلوميږي چې دا مړي د داعش دي او که د ځايي اوسېدونکو.
ملک عزت له حکومت غوښتنه وکړه، چې د سيمې اوسېدونکي په جګړه کې ډير زيانمن شوي او بايد چې ورسره بیړنۍ مرستې وشي.
دی همدا ډول غواړي چې د داعش وسلهوالو له خوا یرغمل نیول شوي وګړو د را خوشې کولو له پاره دې هم حکومت ګامونه واخلي.
بلخوا د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوال وايي، چې له څلویښت ورځنۍ جګړې وروسته افغان امنیتي ځواکونه په دې توانيدلي، چې د داعش ډلې پورې تړلي وسلهوال د پاس پچیر له سیمې وباسي.
د داعش وسلهوالې ډلې پورې تړلي وسلهوال د پچیر اګام ولسوالي زیاتره په پاسپچیر کې ځای پر ځای شوي وو.
د پچیراګام ولسوال حاجي ميرباز خان دا څرګندونې نن له سلام وطندار سره د خبرو پرمهال وکړې او زياته يې کړه، چې د سيمې خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.
میربازخان د قومي مشرانو له خوا د سوځول شویو کورونو شمیر لږ ښايي، خو د مرګ ژوبلې کره شمیره نه ښکاره کوي.
هغه وویل:”داسې خاص خو څه نه شو ويلی؛ خو د لومړنيو معلوماتو له مخې يوازې د پاسپچير سيمې په دوو کلو کې ۲۶ کورونه سوځېدلي دي.”
د پچيراګام ولسوال وايي، چې د جګړې په ډګر کې د يو شمېر وژل شويو داعش وسلهوالو جسدونه هم پاتې شوي او ملکي خلک هم پراته دي، چې د ډيرو هغو جسدونه يې له پېژندګلو څخه وتلي دي.
ميرباز خان په سيمه کې د امنيت د امنيت د دايمي ټينګښت په اړه وويل، چې شاوخوا ۱۵ نوې پوستې به رغول کېږي او په کې به د سيمي ۵۰۰ پاڅونوال مسلح کېږي.
دی ډاډ ورکوي، چې د امنيتي ځواکونو څو پوستې به هم ورغول شي، چې بيا هلته د داعش د راتګ له پاره ټولې لارې وتړل شي.