د پاکستان لومړي وزير د امريکا له نوي ولسمشر سره تلفوني خبري کړې

د پاکستان لومړي وزير د امريکا له نوي ولسمشر سره تلفوني خبري کړې دي

په دې خبرو کي نواز شريف ټرامپ ته يو ځل بيا د بريا مبارکي ورکړې خو د ټرامپ له لوري له تمي پرته څرگندونو سره مخ شو

د پاکستان لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، ډونالډ ټرامپ د پاکستان اساسي ستونزو د هواری په برخه کې د خپل هیواد چمتوالی ښودلی دی.

د خبر پاڼې له مخې ټرامپ په دې ټلفوني خبرو کې نواز شریف ته ویلي: د ستونزو د هواری لپآره ستاسو هره غوښتنه مونږ ته د منلو وړ ده دا به زما لپاره ویاړ وي او زه به په خپله ستاسو د غوښتنو له مخې ګام پورته کړم.

له دې سره په دې خبرو کې نواز شریف له ټرامپ څخه غوښتي ترڅو پاکستان ته سفر وکړي او ټرامپ په ځواب کې ویلي چې زړه یې ډير غواړي ترڅو یوه په زړه پورې هیواد ته سفر وکړي او په زړه پورې له خلکو سره وګوري.

ده نواز شریف ته ویلي هیله کوم چې زما له لوري د پاکستان خلکو ته ووایی چې تاسو په زړه پورې خلک یاست او ټول پاکستانیان چې زه پیژنم فوق العاده خلک دي.

له دې سره ټرامپ د نواز شریف ستاینه کړې ویلي یې دي: ډیره ښه پیژندګولي او ډیره ښه آوازه لرئ. ډیر ښه سړی یاست تاسو ډیر ښه کارونه کړي چې په ټولو سیمو کې لیدل کیږي.

له نواز شریف سره د ټرامپ عجیبه خبرو اترو ډيری سیاستوال حیران کړي دي ااو ډیری په دې آند دي چې کیدای شي د ټرامپ څرګندونې ریښتینولی ته نږدې وي.

د پاکستان د لومړي وزیر مطبوعاتي دفتر له هغه بنسټونو څخه شمیرل کیده چې تر ډیرو یې لومړۍ د ولسمشری په ټاکنو وکې د ټرامپ مبارکي ورکړې ده او ژمنه یې کړې وه چې د پاکستان حکومت به د امریکا له حکومت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

پاکستاني څیړونکي په دې آند وو چې هیلاري کلنټون د پآکستان لپاره بد او ډونالډ ټرامپ به بدتره ټاکنه وي ځکه کلینټون یوه دموکراته ده او کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه نو له دې مخې یې د پاکستان لپاره ځینې سیاستونه روښانه وو خو ټراامپ له دې سره چې د اسلامي ټولنو پر وړاندې تند دریځ لري خو د پآکستان لپاره به دده تګلارې تر ډيره روښانه نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *