چين د درې ارخيزي ناستي د بيا پيليدو غوښتنه کړې ده

چين د درې ارخيزي ناستي د بيا پيليدو غوښتنه کړې ده

دا غوښتنه تيره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کي له ښاغلي غني سره د چين د بهرنيو چارو  مرستيال وزير د ليدني پر مهال شوې   له دي سره چينايي پلاوي د کابل پيښور او کویټې ترمنځ د اورگاډي د پټلۍ د رغاوني غوښتنه هم کړې ده

له دي سره ښاغلي غني ويلي مونږ غواړو د ټولو هيوادونو ترمنځ افغانستان نښلونکی هيواد وگرځوو

په دې لیدنه کې چې تیره ورځ ناوخته په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر ترهګري د سیمې او نړۍ پر وړانډې لوی ګواښ ښودلی ویلي یې دي، چین د ترهګرۍ پر و ړاندې پر ګډې مبارز ې ټینګار کوي او هیواد یې له افغانستان سره پوځي برخو ته ژمن دی. ده له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی ویلي یې دي مونږ پّ افغانستان کې بنسټيزو پروژو جوړښت ته دوام ورکوو.

ښاغلي زینیود سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان حکومت د هڅو، پّ هیواد کې او سیمه کې یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د افغان حکومت د ژمنتیا ستاینه کړې ده.

له دې سره ده د افغانستان چین او پاکستان په ګډون د درې اړخیزې ناستې د بیا پیلیدو، د کابل پیښور او کویټې ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د رغاونې وړاندېز کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني هم له چین سره د نیکو او ملګرتیا اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی ویلي یې دي، د اقتصادي دهلیز په هکله به لومړی درې اړخیزه ناسته تر سره شي او بیا وروسته به په دې هکله له  تاجکستان، ترکمنستان   ازبکستان، ايران او یو شمیر نورو هیوادونو سره خبرې وشي. ښآغلي غني ویلي افغانستان غواړي ترڅو دسیمې هیوادونو  د نښلونکي هیواد مرکزیت خپل کړي. دوی له دې سره چې افغانستان غواړي د اورګاډیو د پټلیو، چابهار ااو ګواډر بندرونو له لارې له ایران او چین سره ونښلول شي، زیاته کړې، افغانستان  له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د برښنا د لیږد لپاره ښه لاره ده. دوی له چین څخه وغوښتل ترڅو د اوبو د ډنډونو او د برښنا په رغاونه کې مرسته وکړي ترڅو افغانستان په خپله برښنا رامنځ ته کړي او نوورو هیوادونو ته یې صادره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *