له بندخونې د امنيت يا اکسا پخواني ريس اسدالله سروري د خوشي کيدو پر وړاندې يو شمير جهاديانو غبرگون څرگند کړی دی

له بندخونې د امنيت يا اکسا پخواني ريس اسدالله سروري د خوشي کيدو پر وړاندې يو شمير جهاديانو غبرگون څرگند کړی دی

اسدالله سروري چي په ټول وژني او د افغانستان د خلکو په قصاب تورن وو ۲۴ کاله يي په بندخونه کي تير کړل او په دي وروستيو کي له بنده خوشي شوی دی   يوشمير جهادي مسولين دده خوشي کول دجهاد، شهيدانو کورنيو، د هيواد خپلواکي او خپلواکي غوښتونکو ته سپکاوي ښودلی دی

اسدالله سروري چې د افغانانو په قصاب پیژندل کیده په دې وروستیو کې له بندخونې خوشي شوی دی. دی د شوروي ملاتړ په حکومت کې د استخباراتي ادارې ریس وو او په نولس سوه دوه نویم کال کې د مجاهدینو له لوري ونیول شو او له هغې مودې راهیسې بندي و.

خو اوس دده خوشي کیدل له بیلا بیل ډوله غبرګونونو سره مخ شوي دي. یو شمیر جهادیانو دی بې رحمه وژونکی او جنایتکاره ښودلی چې له کلونو راهیسې یې د افغانانو وینې تویولې.

دې جهادي قومندان له دې سره چې سروري د افغانانو وژونکي ښودلی ویلي یې دي په زرګونه کسان دده په لاسلیک سره تر خاورو لاندې شول او دده خوشي کول د شهیدانو جهاد او خلکو پر وړاندې چلند دی.

د اسختباراتو دا پخوانی چارواکی په نولس سوه یو څلویښتم کال کې په غزني ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانستلې او خپلې زدکړې یې د پیلوټۍ په برخه کې په پخواني شوروي کې پای ته ورسولې. ده د افغانستان لومړي ولسمشر محمد داوود خان پر وړاندې په کودتا کې لوی لاس درلود.

له دې سره د هغه پنځه زره شهیدانو نوم لړ کې چې څو کاله وړاندې خپور شو د افغانانو د قصاب له کړنو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *