د ختيځې آسيا هيوادونو په ميانمار کې د لږکيو مسلمانانو پر وړاندي پر ځناوري چلند نيوکه کړې

د ختيځې آسيا هيوادونو په ميانمار کې د لږکيو مسلمانانو پر وړاندي پر ځناوري چلند نيوکه کړې ده دا هيوادونه چي قهرجن دي پر دي مسلي يي بيلا بيل ډوله غبرگونونه څرگنده کړي دي

په بنګله دیش کې پنځه زره مسلمانانو د جمعې لمانځنه وروسته یوه لویه غونډه تر سره کړه، د مالزیا په پلازمینه کوالالامپور، د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا او د تایلند په بانکوک کې په زرګونه کسانو په دې اړوند په لاریون لاس پورې کړ.

په بنګله دیش کې د ملګرو ملتونو استازو ویلي، د میانمار دولت په دې وروستیو کې د لږکیو مسلمانانو پر وړاندې ځینې پلانونه نیولي چې له امله یې په زرګونه میانماري مسلمانان بنګله دیش ته راغلي دي.

د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دوی له میانمار څخه غواړي ترڅو په دې هیواد کې د مسلمانانو پر وړاندې د هر ډول ځناوري چلند مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د ریپوټونو له مخې، کله چې دولتي سرتیرو په راخین ولایت کې عملیات پیل کړي له امله یې دیرش زره کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او لسګونه زره نور وژل شوي دي.

ویل شوي چې دولتي سرتیرو د هغه بریدونو پر وړاندې له سیمې د مسلمانانو د ایستول عملیات پیل کړي کوم چې د پولیسو پر یو شمیر مرکزونو بریدونه وشول.

ځینې مسلمانان چې له پولې په تیریدو بریالي شوي د دولتي سرتیرو پر چلند نیوکه کوي وایي دوی مسلمانا ځوروي ربړوي او حتی وژني یې دوی ویلي دا سیمه چې د مسلمانانو سیمه یادیږي د دولتي سرتیرو له لوري د ډيرو بدو چلندونو شاهده ده او دا زور زیاتی له هغه وخته را روان دی کوم چې حکومت د پوځیانو په لاس کې وو.

د تیر کال د مارچ میاشتې راهیسې سان سوشي چې د سولې د نوبل جایزې ګتونکې دی ددې هیواد واکمنه ګرځیدلې خو ددې په بریالیتوب سره هم د مسلمانانو حالت کوم بدلون ندی کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *