په يمن کې د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف په هوايي بريدونو کي 12 ملکي کسان وژل شوي

په يمن کې د سعودي عربستان په مشری د ايتلاف په هوايي بريدونو کي ۱۲ ملکي کسان وژل شوي دي

عيني شاهدانو ويلي، دا هغه هټۍ وال وو چي د خپلو اړتياوو د بشپړولو لپاره په لاره روان او موټر يي د حيران په سيمه کي تر هوايي بريد لاندي راوستل شوي دي

د یمن په لویدیځ کې د حجه ولایت اوسیدونکي د هغه کسانو سوځیدلي مړي تر لاسه کړي کوم چې تر هوایي برید لاندې راوستل شوي وو. دا کسان دوه ورځې وړاندې هغه مهال په نښه شوي کله چې په خپلو شخصي موټرو کې د توکیو د رانیولو لپاره بلې سیمې ته په لاره وو. یمنیانو ددې ډول پیښو په رامنځ ته کیدو سره خواشیني څرګنده کړې ده.

احمدعلي- “دوی د حیران سیمې په لاره وو دوی د داراسي سیمې هټۍ وال وو دوی دولس کسان وو چې ټول یې وژل شوي دي.”

قاسم منصور- “ولي دا کسان، کله چې سفر کوي په موتر کې وي او یا هم څه پیري وژل کیږي؟ زه غواړم چې غږ مو نړیوالو ته ورسیږي او دا ډول پیښې وغندل شي.”

په یمن کورنۍ جګړه او پر دې هیواد د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونه شلمې میاشتې ته رسیږي چې تر اوسه یې له امله له لسو زرو ډير کسان وژل شوي دي. د سعودي عربستان دولت واک ته د عبدروبه منصور هادی د بیرته ګرځولو په موخه په دې هیواد بریدونه د تیر کال د وري په میاشت کې پیل کړل.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *