د ولسي جرگې له لوري د سوداگړۍ او صنايع وزارت مسولينو استجوابيه غونډه

د ولسي جرگې له لوري د سوداگړۍ او صنايع وزارت مسولينو استجوابيه غونډه

ددې وزارت مسولينو په هيواد کي د سوند توکيو د بيې لوروال، د ټیټ کيفيت له امله د ديرش ميليونه ليتره غازو او سوند توکيو ردول ښودلې دي

اقغانستان په ورځ کې ۱۴۰۰ ټنه د سوندتوکیو ته اړتیا لري، چې د خصوصي برخې له لوري هیواد ته واردیږي. له تیرې میاشتې راهیسې د سوند توکیو د بیې لوړوالی ددې لامل شو ترڅو ولسي جرګه د اړوند وزارت مسولین استجوابیه غونډې ته را وبولي.

دډې مسولینو په وینا: له خصوصي برخې سره د دولت د سیالۍ نشتون، په دې برخه کې د مداخلې کمزورتیا اوټیټ کیفیت ددې لامل شوی ترڅو د سوند توکیو بیه لوړه شي.

د نورم او استندرد ادارې ریس وایي: په روان کال کې یې دیرش میلیونه لیتره د سوند توکي د ټیټ کیفیت له امله رد کړي دي او دې مسلې د بیو په لوړوالي اغیزه کړې ده.

د نفتي توکیو او پطرولیم ریس هم ویلي پر بیو نه څارنه دډې لامل شوې ترڅو دولت په بازار کې د توکیو پر بیو خپله وړتیا له لاسه ورکړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال، په هیواد کې د شته انرژی کارول د وارداتني برخې سره په سیالۍ کې ګتور ښودلي دي.

اوس مهال په هیواد کې د هرې کیلو اوبلنو غازو بیه شپیته افغانۍ ده او تیره میاشت یوه کیلو اوبلن غاز اویا افغانیو ته رسیدلي وو.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، په سالنګونو کې د غازو او تیلو ټانکر بند پاتې دي چې په رسیدو سره به یې د سوند توکیو بیې ټیټې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *