په فرانسه کې د یوه ترهګریز برید مخنیوی شوی
په فرانسه کې د یوه ترهګریز برید مخنیوی شوی
په فرانسه کې د یو ترهګريز بريد مخنیوی وشو. د استراسبورګ او مارسی په ښارو کې شپږ تنه د تروریزم په تور نیول شوی دی. د فرانس پرس خبری آژانس راپور له مخی، د فرانسي د کورني چارو وزیر بیرنار کازنیو په نیږدی راتلونکی کې به ددی عملیاتو د پایلو په اړه معلومات خپور کړی. د تاس خبری آژانس له قوله، کازنیو د نومبر په لومړیو کې راپور ور کړی وو، چې په هیواد کې د اسلامی افراطی ډلو د خلکو د جلب او جذب د شبکو د فعالیتونو د خنثی کولو لپاره ترټول سخت او چټک اقدامونه نیولی. ددی هدف لپاره څلور زره تالاشي ترسره شوی او د شلو څخه زیات د عبادت ځایونه (سَلَفی جوماتونه) تړل شوي دي. په فرانسه کې اضطراری حالت تر اوسه دوام لری. دا حالت د ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتی په پاریس کې د تروریستي بریدونو نه وروسته پیل شوی وو. پدی بریدونو کې ۱۳۰ کسان مړه شوی وو. د امنیتی تدبیرونو سره سره بیا هم اسلامپالو وکولای شو چې په ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت، نیس ښار کې برید وکړی. ددی برید قربانیان ۸۶ کسان وو. دوه اونۍ وروسته ترهګرو لخوا د روان ښار په کلیسا کې یو سپین ږیری کاهن (ملا) په ډېره بی رحمی او وحشیانه توګه ووژل شو.