که د کابل اوسیدونکي لګښت ډير کړي نو برښنا به تر دولسو ساعتونو پرچوي ولري

که د کابل اوسیدونکي لګښت ډير کړي نو برښنا به تر دولسو ساعتونو پرچوي ولري

د برېښنا شرکت مسولین وايي، کابل ښاریان په ژمي کې د قوي برېښناييز وسایلو ګټه اخیستل د دې لامل شوی چې د بریښنا پرچوي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته شي.

د برېښنا شرکت مسولینو پرخبره، که چېرې کابل ښاریان د برېښنا په لګښت کې هیله او صرفه ونه کړي ښايي د بریښنا پرچوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي.

هر کال د ژمي میاشتې پر پېلېدو سره د برېښنا نشتون له امله د پلازمینې اوسیدونکو ژوند له سختیو سره مخ کیږي، چې کله ناکله يي شکایتونه هم په دې اړه راپورته کیږي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وویل، اوس‌مهال کابل ښار کې برېښنا په ۲۴ ساعتونوکې ۸ ساعته پرچوي لري، خو کله چې هېواد وال د بریښنا په لګښت کې صرفه او هیله ونه کړي ښايي دغه پرچوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي.

د توحیدي پروینا، د ژمي سړې هوا په را رسېدو سره د کابل ښار برېښنا لګښت ۵۰۰ میګاواټو ته رسیږي په داسې حال کې، چې برېښنا شرکت د ۳۵۰ میګاواټه بریښنا ویشلو ظرفیت لري.

نوموړي وویل: ” که هوا سړه شي د برقي بخاریو او نورو برقي وسایلو ګټه اخیستل ډير شي ښايي ۵۰ سلنه پرچاوي ډیره شي اوس موږ په یوه شپه او ورځ کې ۸ ساعته پرچاوي لرو ښايي دغه پرچاوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي”.

د بریښنا شرکت ویاند وايي، په نږدې راتلونکې کې به د بریښنا نوبتي نوملړ هم خپور شي او ټينګار کوي، چې د برېښنا په ویش کې به هېڅ ډول بې عدالتي نه کیږي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، د برېښنا پرچاوي پر اقتصاي چارو منفي اغېز پرېښی او زیات شمېر ماشینونه، فابریکې له کار لوېدلې دي چې ډيری مالي زیانونه به ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وایي، ترهغه چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي پانګه‌وال به د خپلو فابریکو تړولو ته اړکړي، چې پر دې سره به هېواد کې لوی اقتصادي زیانونه رامنځته کړي.

په ډاګه دې وي، چې افغانستان د تولیدي بریښنا له زیاتو سرچینو څخه برخمن دی او د ګټې اخیستلو ډيری بریښنا له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه را واردوي، خو بیاهم د هېواد والو ستونزې نه دي حل شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *