افغان ځواکونو د ‘شفق ۲’ په نوم ژمني عملیات پیل کړي دي

افغان ځواکونو د ‘شفق ۲’ په نوم ژمني عملیات پیل کړي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د ‘شفق ۲’ په نوم ژمني عملیات پیل کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرسیتال جنرال محمد رادمنش وویل ‘شفق ۲’ عملیات به په سږني ژمي کې په هغو ناامنو سیمو کې ترسره شي، چې د دولت وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي.

جنرال رادمنش وویل، د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه له څلویښتو زیات وسله‌وال مخالفین وژل شوي، څه باندې دیرش نور ټپیان شوي او همدا شان په زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هغه وویل “په دې عملیاتو کې موږ ښې لاسته راوړنې لرو، دا عملیات د دښمنانو د سوق او ادارې او راغونډیدو ځایونو، د دښمنانو د تګ راتګ د لارو او د هغوی د وسلو او وسایطو په له منځه وړلو باندې تمرکز لري، چې دا باید د ژمي په موسم کې ترسره شي.”

د جنرال رادمنش پر وینا د ‘شفق ۲’ عملیاتو په چوکاټ کې همدا اوس د افغانستان په کندز، فاریاب، بدخشان، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، غزني لوګر، ارزګان، کندهار، غور، هلمند او هرات ولایتونو کې اولس عملیات دوام لري.

غزني او زابل کې د داعش حضور

د ‘شفق ۲’ عملیات په داسې حال کې نن پیل شوي، چې د غزني او زابل ولایتونو سیمه ایزو چارواکو په دغو ولایتونو کې د داعش د حضور په اړه خبر ورکړی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو فعالیتونه پیل کړي دي.

همدا شان په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازو هم انديښنه ښودلې چې د دغه ولایت په خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو کې د داعش ډلې فعالیتونه لیدل شوي دي.

طالبانو رسنیو ته په یو استول شوې اعلامیې کې په زابل ولایت کې د داعش ډلې حضور رد کړی خو په غزني ولایت کې یې د دغې ډلې د حضور په هکله څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *