افغان سرتيرو ته له مالي ژمنو پرته د کابل او واشنگتن ترمنځ امنيتي تړون پلی شوی ندی
افغان سرتيرو ته له مالي ژمنو پرته د کابل او واشنگتن ترمنځ امنيتي تړون پلی شوی ندی
ولسي جرگي له دې سره د نړيوالو چارو کميسيون ته دنده سپارلي ترڅو ددي تړون پلي کيدو څرنگوالي وڅيړي
له دوه کلونو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې نارامیو ولسي جرګه له امریکا سره د امنیتي څیړنو ته اړ کړه. په دې دوه تیرو کلونو کې له امریکا سره پر امنیتي تړون نیوکې ډيرې شوې دي او نیوکه کونکو ددې تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
اوس د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون هم پر دې ټینګار کوي چې له امریکا سره د امنیتی تړون یواځې یوه برخه چې هغه له افغان سرتیرو سره مالی مرسته ده پلې شوې ده. د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي له امریکا سره امنیتي تړون شوم او د افغانانو د مرګ وسیله ښودلې چې له امله یې روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانانو پر وړاندې حساس کړي دي.
ددې جرګې بل غړی صالح محمد صالح وایي د تړون پلي کیدو څرنګوالی د افغان حکومت پر ظرفیت تړاو لري.
د سولې او امنیت ټینګښت، له امنیتي ځواکونو ملاتړ، پر توپونو او هوایي ځواک د افغان سرتیرو سنبالول او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د کابل او واشنګټن دامنیتی تړون له برخو څخه شمیرل کیږي.