د باقر العلوم جومات په برید کې۲۷ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي
د باقر العلوم جومات په برید کې۲۷ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي
وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د کابل د جنايي تجقیقاتو رییس فریدون عبیدي وویل، چې برید د کابل په لویدیځه برخه کې د دارلامان پر واټ د باقر العلوم جومات په منځ کې شوې دی، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د ده په خبره، چې یو ځانمرګي بریدګر په پېښه کې ۲۷ تنه وژلي او ۳۵ تنه ټپیان کړي دي.
د استقلال روغتون ډاکټران وايي، چې په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.
د عبیدي پر وینا، په دې جومات کې د سیمې د خلکو له خوا شخصي مجلس روان و.عبیدي زیاتوي، د پېښې ډېر زیانمن وګړي نارینه دي. ده وویل، چې د دې مراسمو له پاره یې تېره ورځ چې رسمي «مذهبي اربعین» وو، امنیتي تدابیر نیولي وو.
وسله والو ډلو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي