ملگرو ملتونو حلب ته د بريدونو د څيړنې په موخه د يوه پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده

ملگرو ملتونو حلب ته د بريدونو د څيړنې په موخه د يوه پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده

دسوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسټيفن دميستورا دولت ته د حلب د ځينو سيمو د سپارلو په هکله هم يو وړانديز کړی دي چي د سوريي د بهرنيو چارو وزير له کلک غبرگون سره مخ شوي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن دمیستورا د یکشنبه په ورځ په دمشق د حلب په هکله یو پلان وړاندې چې له مخې به یې د دولت وسله وال مخالفین له حلب ښار څخه وځي خو ددې ښار ختیځې برخې به د دولت له لوري دوی ته سپارل کیږي، خو د سوریې دولت دا وړاندیز رد کړ. له دې سره ده حلب ته د یوه څیړونکي پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده.

اسيتفن دي مستورا- “زما او د بهرنیو چارو وزیر تر منځ بیلا بیل ډوله خبرې شوې دي له دې سره چې دمشق په حلب کې پر ملکي ودانیو هر ډول بریدونه ردوي خو ددې بریدونو له امله له زیانونو سترګې نشي پټېدلی نو له دې مخې حلب ته د یوه څیړونکي پلاوي د استولو پریکړه وشوه او په دې پلاوي کې به د ملګرو ملتونو غړي ګډون ولري.”

وليد معلم- ” د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي د حلب په ښار کې د خپلواکې سیمې په هکله یو وړاندیز درلود چې زمونږ له لوري په بشپړه توګه رد شو. دا په هیڅ ډول د منلو وړ نده چې مونږ خپل دوه سوه پنځه اویا زره هیوادوال شپږو یا اوو زرو وسله والو ته ګروګان پریږدو. په نړۍ کې هیڅ یو دولت شتون نلري چې دا پلان دوی ته دمنلو وړ وي.”

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *