د مديتراني په سمندر کي 200 کډوال ژغورل شوي او 8 نور مړه شوې دي

د مديتراني په سمندر کي ۲۰۰ کډوال ژغورل شوي او ۸ نور مړه شوې دي په دي سمندر کي له تيري اونۍ راهيسي ډيريو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د مدیترانې په سمندر کې د دوه سوه غیر قانوني کډوالو بیړۍ ډوبه شوې او خو د سمندري ساتونکو له لوري ژغورل شوي له دې ویل شوې چې له دې دوه سوه کسانو سربیره اته تنه ډوب او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې مسولینو په وینا په تیره اونۍ کې په دې سمندر کې درې سوه پنځه شپیته کډوال ډوب شوي دي، ډيری کډوال له دې امله چې په بادي او پلاستیکي بیړیو کې سفرونه کوي، ‌ډوبیږي.

ميکائل تيلارو- “مونږ لومړی یوه کوچونۍ پلاستیکي بیړۍ پیدا کړه چې پکې در ویشت کسان سپاره وو سمندر توپاني وو خو بیا هم عملیات په بریا تر سره شول نور کډوال د ځینو بیړیو له لوري ژغورل شوي وو له دوی څخه د اوه ویشتو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ وو او دا د هغه یو سل ډیرشو کسانو په ډله کې وو دوی د یوې بریتانوې لویې بیړۍ له لوري ژغورل شوي وو دا روښانه خبره ده چې ټول کسان ویردې او اندیښمند وو.”

په روان کال کې ډيری غیر قانوني کډوال چې غوښتل یې د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپآ ته ورسوي په دې سمندر کې ډوب شوي دي. له دې سره په روان کال کې یو سل اته شپیته زره کسان له دې اروپآ ته په تلو کې بریالي شوي دي دا کچه په دوه زره پنځه لسم کال کې یو سل څلور پنځوس زره او په دوه زره څوارلسم کې یو سل اویا زره کسانو ه رسیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *