د برجام هوکړې لغوه یا له منځه وړل به لویه تیروتنه وې

د برجام هوکړې لغوه یا له منځه وړل به لویه تیروتنه وې

الیوم اینټرنټي لندن چاپ ورځپاني ایران خپل اتومې پلان او ځواک خوندي ساتلې ترنامه لاندي عنوان کې لیکلې؛ د امریکا تازه ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ترامپ له لوري ایران سره شوي هوکړي له منځه وړل به دي هیواد لپاره ستره ډالي وي.

د دي ورځپاڼي سردبیر عبدالباري عطوان په دي ورځپاڼي په یاداشت کې د دونالډ ترامپ له لوري ټاکنیزو جرړو پرمهال هغو څرګندونو په اړه چې ویلې يي وه ایران سره به د اتومي پلان په هکله شوي هوکړه له منځه یوسۍ لیکلې؛

د ترکیه شهزاده «ترکي فیصل» او د سعودی عربستان امنیتي اطلاعاتو پخواني مشر او د اسرایلو او عربستان ترمنځ پټو اړیکو مشر له دونالډ ترامپ څخه غوښتی له دي وړاندي چې دغه له ګواښه ډک ګام ترسره کړي راتلونکو پیښو په اړه دقت وکړي.

دغه څرګندوني د سعودي عربستان له لوري په خپل سیاست کې د لوي بدلون رامنځ ته کیدو څرګندوینه کوي چې له دي وړاندي له دي هوکړي سره سرسخت مخالفت یي درلود او حتا خبره تر هغه جایه پوري ورسیده چې تل آویو سره د کانال له لاري خبرو کولو ته اړ شول.

له شک پرته چې شاهزاده فیصل دا خبره درک کړي چې دغه هوکړه کولي شي ایران له اتمي وسلي ترلاسه کولو څخه لسو کلونو لپاره نور هم وځنډوي ، او دامهال باید دغه هوکړه خوندي وساتل شي، ځکه چې دامهال سعودي عربستان له مالي ماتي سره مخ دی او د یمن او سوریي په جګړه کې هم له ماتي سره مخ شوي دی او په دغه کار کې هم ناکامه شوي دي، همدا شان له ډیري ګاونډیو هیوادونو سره يي د پخوا څخه اړیکې خرابي شوي او همدا راز له مصر او عراق سره يي اړیکې ترینګلي شوي او له لبنان څخه شړل شوی دي.

ترامپ د ټاکنیزو جرړو پرمهال ژمنه وکړه کله چې نوموړي د ژانویه په ۲۰ قدرت ترلاسه کړي دغه تړون به لغوه کړي او دا کار به د نوموړي په اولویت کې قرار ولري. که څه هم ترامپ دغه پریکړه د اسرائیلو فشار له امله کړي ده خو که چیري داشان ګام ترسره کړي دا کار به ایران ته لویه ډالې وي ځکه د ایران مشر په دي ورستیو کې له دي امله چې دغه ځواک څخه پاتي راغلي وو خواشینې څرګنده کړي وه او له دي امله خوښ بریښده چې ایران څخه اقتصادي بندیزونه لغوه شوي دي.

ایران تر دي مهاله دهوکړي له مخي په ټولو بندو یا مادو باندي عمل کړي او اتومي وسلو نړیوال آژانس چې تر دي مهاله د ایران له اتومی وسلو څخه څارنه کوي تیره ورځ اعلان کړي چې ایران تردي مهاله پوري هوکړي باندي عمل کړي ده.

دغه بیانیه په رښتیا سره د امریکا تازه ټاکل شوي ولسمشر ته لوي ګواښ ده او په مناسب وخت کې صادره شوي ده، خو بلخواه تر دي مهاله ایران باندی غوره شوي اقتصادي بندیزونه په خورا ځنډ سره لري کیدو په حال کې دي او بله خبره دا چې په امریکا کې تازه داسی ګنګوسي اوریدل شوي چې ګویا امریکا یوځل بیا غواړي ایران باندي د خطرناکه پلاستیکې توغندیو جوړیدو له امله تازه اقتصادي بندیزونه ولګول شي.

خو که چیري دغه خبره په رښتیا بدله شي نو ایران به ډیر ژر سترو خطرناکه توغندیو او اتومي پلان برنامو ته ځان ورسوي او له دي ګام سره به سم یوځلي بیا خپل یورانیم غنی کولو ته دوام ورکړي هغه لکه د پخوا متل په شان چې وايي په هرکار کې به د خداي رضا وي.

د ایران اتومي انرژي ویاند بهروز کمالوندي  تیره ورځ ترامپ ته خبر داري ورکړو که وروسته له دي چې ترامپ خپل مسولیت په غاړه واخلي او دغه هوکړه لغوه کړي ایران له لوري سخت ګواښ سره مخ او یوي نوي او بل مخ سره به مخ شي.

عطوان په ادامه سره زیاته کړه؛ کمالوند وویل: « ایران دامهال هم هغه اړتیا لري چې له پخوا څخه هم زیاته هڅه وکړي ترڅو خپلو اتومي وسلو جوړلو لړي ته دوام ورکړي».

کمالوند وايي ایران دامهال هم زرګونه داسي دستګاه لري چې کولي شي له دوی سره د اتومي وسلو په جوړلو کې مرسته وکړي او داسي زرګونه دانشمندان لري چې کولي شي له دوي سره د اتومي وسلو په جوړلو په برخه کې مرسته وکړي او داخبره د دي څرګندوینه کوي چې ایران له هرډول فشار سره هم په دي بریالي شوی ترڅو خپلي دستګاوي چې تري د اتمي پلان په برخه کې ګټه پورته کوي خوندي وساتي. همدا راز ایران په دي بریالي شوی ترڅو خپل دانشمندان د اسرائیلو له لوري ترور څخه هم ساتنه وکړي.

د ایران سره شوي هوکړي لغوه کول په دي مانا ده چې جګړي ته لمن وهل او ایران به خورا آساني سره په دي بریالی شي ترڅو یوځلی بیا خپل اورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي او ډیری خلیج فارس هیوادونه او یا هم د امریکا متحد هیوادونه به له دي وروسته ونه غواړي چې دغه هیواد څخه د میلیاردونو ډالرو وسلي دغه هیواد څخه وپلوري.

په لومړي ځل سره د شاهزاده فیصل له دي څرګندونو سره چې د امریکا له ولسمشر څخه يي غوښتی ترڅو له ایران سره ترسره شوي هوکړه لیک لغوه نکړي او په دي تړون باندی وفاداره پاتي شي هم غږي یو او له ده څخه هیله لرو ترڅو له دي وروسته هم ورته شان عقیده ولري او په دي برخه کې داشان ګام څخه کارواخلي.

هیله مند یو چې دغه توصیه د عربستان په سیاست کې بدلون راولي او دا پریکړه يي له اسرائیلو سره د نیږدي کېدلو له امله نه وي ترسره کړي او داسي ګمان ونه کړي چې ایران به له دي خطرناکه ګام څخه مخ نیوی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *