په موصل کې د عراقي سرتیرو پرمختګ

په موصل کې د عراقي سرتیرو پرمختګ

په داسې حال کې چې عراقي سرتیري په موصل کې خپل پرمختگ ته دوام ورکوي د داعش ډلې ځانمرگو حملو ته زور ورکړی.

د امریکا پر مشرۍ ایتلاف په ملاتړ د عراق د ترهگرۍ ضد ځانگړو قواو د جمعې په ورځ د موصل په شمال ختیځ کې په تحریر ولسوالۍ حمله وکړه، خو داعش په ځانمرگو بریدونو هڅه کوي چې د هغوی مخه ډب کړي.

د تحریر د ولسوالۍ له هغې سیمې څخه چې ځانگړو قواو نیولې د رویترز اژانس یو خبریال وایي ملکي وگړي له سیمې نه په داسې حال کې تښتي چې خپل مالونه یې په کراچیو کې بار کړي او سپین بیرغونه رپوي.

د اکتوبر د میاشتې له ١٧ څخه چې جگړې زور واخیست د داعش جنگیالي د موصل له شاوخوا څخه د ښار مرکزي برخې ته په شا شوي.

د عراق د ځانگړو قواو یو جنرال عبدالوهاب السعیدي وایي “زمونږ پرمختگ د ملکي وگړو په وجه ورو دی”. هغه زیاتوي چې د امریکایي ځواکونو له لورې روزل شوي واحدونه به د ورځې په اوږدو کې شاوخوا سیمې تصفیه کاندي.

د موصل د بیرته نیولو جگړه دوهمې میاشتې ته داخله شوې، خو عراقي حکومتي قواوی لاهم د موصل ښار په ختیځ کې په شاوخوا ٥٠ ځایونو کې په جگړه بوخت دي. د دجلې سیند ددې سیمې له منځه تیریږي او دا سیمه یې په دوو برخو ویشلې ده.

د داعش جنگیالیو د ولسي خلکو په منځ کې ځای نیولی او د هغوی څخه د یو دفاعي تکتیک په توگه استفاده کوي چې د هوایي حملو مخه ونیسي. د داعش جگړه ماران همدا شان د ښار په تونلونو کې اخوا دیخوا گرځي، پر حکومتي ځواکونو باندې د موټر بم ځانمرگې حملې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *